غور او فراه کې شانداره تعلیمي غونډې تر سره شوې

د فراه ولایت په لاش جوین ولسوالۍ کې د جنوب لوېدیځې حلقې د تعلیمي مسئول او ولایتي منسوبینو لخوا یوه ستره او شانداره غونډه ترسره شوه. په غونډه کې سیمه ییزو خلکو ته د ماشومانو د تعلیم اړوند ګټورې ویناوې وشوې او همدارنګه د اسلامي امارت تعلیمي پراګرامونو ته تشویق کړل شول. بلخوا د غور […]

د فراه ولایت په لاش جوین ولسوالۍ کې د جنوب لوېدیځې حلقې د تعلیمي مسئول او ولایتي منسوبینو لخوا یوه ستره او شانداره غونډه ترسره شوه.

په غونډه کې سیمه ییزو خلکو ته د ماشومانو د تعلیم اړوند ګټورې ویناوې وشوې او همدارنګه د اسلامي امارت تعلیمي پراګرامونو ته تشویق کړل شول.

بلخوا د غور ولایت دولت یار ولسوالۍ په ګري سیمه کې هم یوه پرتمینه تعلیمی غونډه تر سره شوه.

په غونډه کې علماء کرامو، ځایي مشرانو او په زیات شمېر کې عام اولس برخه درلوده.

د غونډې ویناوالو د باکیفیته تعلیم او تربیې ګټې او اړتیاوې ګډونوالو ته پوره تشریح او روښانه کړې، چې هغوی هم په دې برخه کې لیوالتیا څرګنده کړه او په علمي او تعلیمي بهير کې یې د مرستې ژمنه وکړه.
۲۰۲۱/۷/۲۸