غزني کې د دوه بابه مدرسو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې ددې ولسوالۍ د پوهني د مدیر لخوا د سیمې د اوسیدونکو په مرسته په نوې مفتوحه سیمه (ګدام قلعه) سیمه کې د یوې دیني مدرسې دتعمیرکارپیل شو، چې د نورالمدارس په نوم ونومول شوه. په یاده پرانیست غونډه کې د دې ولسوالۍ جیدو علماء کرامو، سيمئیزو مخورو مشرانو […]

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې ددې ولسوالۍ د پوهني د مدیر لخوا د سیمې د اوسیدونکو په مرسته په نوې مفتوحه سیمه (ګدام قلعه) سیمه کې د یوې دیني مدرسې دتعمیرکارپیل شو، چې د نورالمدارس په نوم ونومول شوه.
په یاده پرانیست غونډه کې د دې ولسوالۍ جیدو علماء کرامو، سيمئیزو مخورو مشرانو او د افغانستان اسلامي امارت د بیلابیلو کمېسیونو مسئولینو ګډون درلود.
ځایې اوسیدونکو ددې تعلیمي ادارې په جوړیدو بي ساري خوښې وښوده او په تعمیر او نورو برخو کې یې د هر ډول همکارۍ ژمنې وکړې.
همدارنګه د دې ولایت په دهیک ولسوالي کې د یو باب دارالایتام مدرسې د تعمیر چارې پیل شوې،چې د دارالایتام امام ابو حنیفه رحمه الله په نوم ونومول شو.
ددې ترڅنګ د یادې ولسوالۍتعلیمي پرسونل ته یو لنډمهاله ښوونیز سیمینار هم ورکړل شو.

۲۰۲۱/۷/۳۱