غزني ولایت کې د ښوونځیو د شروع کېدلو زنګ ووهل شو!

  په غزني ولایت کې د ۱۴۰۱ کال د پوهنې ریاست د سیمه ییزو چارواکو له خوا د سلګونو زده کوونکو په ګډون د ښوونځي د زنګونو په غږولو سره پیل شو. غونډه کې چې نن چهارشنبه د غزني ولايت دشمس العارفين په ليسه کې دسيمیزو مسوولينو، دولتي مسوولينو، ښوونکو او دښوونځيو زده کوونکو په […]

 

په غزني ولایت کې د ۱۴۰۱ کال د پوهنې ریاست د سیمه ییزو چارواکو له خوا د سلګونو زده کوونکو په ګډون د ښوونځي د زنګونو په غږولو سره پیل شو.
غونډه کې چې نن چهارشنبه د غزني ولايت دشمس العارفين په ليسه کې دسيمیزو مسوولينو، دولتي مسوولينو، ښوونکو او دښوونځيو زده کوونکو په ګډون جوړه شوې وه د١٤٠١ ښوونيز کال د پيل په مناسبت جوړه شوې وه .

د غزني والي خلیفه محمد اسحاق اخندزاده صیب د نوي ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې د وینا پر مهال د پوهنې ټولو مسؤلینو ته مبارکي وویله او له هغوی یې وغوښتل چې د دغه ولایت د ماشومانو د تعلیم او تربیې په برخه کې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړي.
هغه زیاته کړه: د دنیا او آخرت خیر په علم او پوهه کې دی او د دنیا او آخرت بدی په جهالت کې دی.
د هغه په ​​وينا، زموږ د هېواد اساسي ستونزه اقتصادي فقر او معنوي بې وزلي ده او زموږ معنوي بې وزلي د دې لامل شوې، چې د نړۍ له پرمختګونو وروسته پاتې شو او د اقتصادي ستونزو د هواري لپاره له خپلو منابعو نه کار واخلو.

د غزني د پوهنې رئیس مولوي محمد منیر منصور هم د خبرو په ترڅ کې ګډونوالو ته د نوي ښوونیز کال د پیل او د ۱۴۰۱ لمریز کال د پیل مبارکي وویله.
د غزني د پوهنې رئيس مولوي منصور د دغه رياست ټولو کارکوونکو په ځانګړې توګه ښوونکو ته لارښوونه وکړه، چې له هر ډول قانوني عذر پرته خپلو دندو ته حاضر شي او د اسلامي حجاب په رعايتولو لاس پورې کړي.
هغه وويل، چې د غزني د پوهنې رياست اوسمهال تر ٩زرو ډېر کارکوونکي لري او د پوهنې د څار ډله په ښوونځيو کې د تدريس بهير څاري او هغه کارکوونکي چې په خپلو دندو کې غفلت کوي، قانوني چلند کېږي.

د هغه په ​​وينا، له دې بحرانونو څخه زموږ د هېواد د ژغورلو يوازنۍ لار د پوهنې وده او پرمختګ دى.

د ښوونځي زده کوونکو هم په دې غونډه کې خپلې سندرې وويلې او د ښوونځي د کال په پيل کې د سپورتي ټيمونو نندارې وړاندې کړې.
په دې وروستیو کې د غزني د پوهنې رئیس مولوی محمد منیر منصور د ښوونځي د زنګ په وهلو سره په دغه ولایت کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل کړ.