غزني: قره باغ کې ۸ تنه عسکر مړه او ټپیان شول

نن سهار شاوخوا ۶ بجې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍاړوند خالو خیلو سیمه کې په مزدوور عسکرو د مجاهدینو له لوري لومړی  د ایښودل شویو ماینونو په مټ چاودني ورپسې برید ترسره شو. خبروایي په نښته او چاودنو کې ۲ تنه عسکر ووژل شول، ۳ نور ټپيان دي. دغه راز نن سهار شاوخوا ۸ […]

نن سهار شاوخوا ۶ بجې د غزني ولایت قره باغ ولسوالۍاړوند خالو خیلو سیمه کې په مزدوور عسکرو د مجاهدینو له لوري لومړی  د ایښودل شویو ماینونو په مټ چاودني ورپسې برید ترسره شو.

خبروایي په نښته او چاودنو کې ۲ تنه عسکر ووژل شول، ۳ نور ټپيان دي.

دغه راز نن سهار شاوخوا ۸ بجې د یادي  ولسوالۍ اړوند عسکر کوټ سیمه کې په شریرو اربکیانو د مجاهدینو له لوري ناڅاپي بریدوشو.

معلومات ښیي په یاد بریدکې ۱ تن اربکی ووژل شو، ۱ بل ژوبل دي.

له دې لږ وروسته شاوخوا ۹ بجې د یادي ولسوالۍ په خونیانو سیمه کې ۱ اربکی ژوبل شو او ۱ میل کلاشینکوف یې دمجاهدینو لاس ته ورغلی.

په یادو ټولو نښتو کې لله الحمدمجاهدینو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

دغه راز   نن مازدیګر شاوخوا ۵ بجې د نوموړي ولایت  ګیرو ولسوالۍ مرکز ته نژدې په تیریدونکو پولیسو د مجاهدینو له لوري بریدترسره شو، چې له امله یې  دښمن ته مرګ ژوبله واوښته، مګر دقیق شمیر یې لانه دی روښانه شوی.

په خبرکې ویل شوي، وحشي دښمن  په سیمه کې دواحد په نوم کلی په هاوانونو وویشت، چې له امله یې ۱ تن کلیوال شهیدشو.

2017/8/16