غزني: دتعلیم او تربیې دمسئولینو لخوا دڅلور ولسوالیو دتعلیمي ادارو څخه نظارت ترسره شو

د غزني ولایت دتعلیم اوتربیې دریاست مسئول، مرستیال د دوه تنه نورو علماءکرامو په شمول دناوې، ګیلان، مقر، او آب بند ولسوالیو له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه. دتعلیم اوتربیې کمېسیون دهغه هدایت دتعمیل په منظور چې: (چې کومې سیمي فتحه کېږي باید تعلیمي مسؤلین هلته ځان ورسوي، دسیمي خلکو ته ډاډمنه فضا رامینځ ته […]

د غزني ولایت دتعلیم اوتربیې دریاست مسئول، مرستیال د دوه تنه نورو علماءکرامو په شمول دناوې، ګیلان، مقر، او آب بند ولسوالیو له تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه.

دتعلیم اوتربیې کمېسیون دهغه هدایت دتعمیل په منظور چې: (چې کومې سیمي فتحه کېږي باید تعلیمي مسؤلین هلته ځان ورسوي، دسیمي خلکو ته ډاډمنه فضا رامینځ ته کړي، داسلامي امارت تعلیمي پالیسي ورته تشریح کړي، او دتعلیم لپاره شرائط ورته برابر کړي) بناءً پورته هیئت هم دآب بند، مقر، ولسوالۍ دکوه بند او ښکته طرف سیمي، دګیلان درسنې منطقه اوښکته طرف چې یادې سیمي تازه فتحه شوې له قومي سپین ژیرو، علماوو، نظامي اوملکي مسئولینو سره غونډې وکړېې،تعليمي پالیسي، دعلم اهمیت، دکلیوالي اولیلیه مدارسو جوړولو، سپارښتني ورته وشوې. چې ټولو خلقو یې هرکلی وکړ اوخوښي یې ښکاره کړه حاله شول اود هر ډول مرستې ډاډ یې څرګند کړ.

په یادو ټولو سیمو کې دکلیوالي اولیلیه مدارسو جوړولو ترتیب پیل شو، همدارنګه په یادو ولسوالیو کې له تعلیمي مراکزو څخه هم هیئتي وشوه، له طالب العلمانو څخه پوښتني وشوې، مهتممین په مدارسو او تعلیمي ادارو کې نظم اودسپلین ته وهڅول شول اوهم له ټولو مدارسو سره له اصولو سره سم نقدي مرستې هم وشوې.

۲۰۲۱/۷/۱۶