غازي اباد کې ۸ پوستې د مجاهدینو لاسته ولوېدلې

د زړورو مجاهدینو د جهادي زیار په نتېجه کې تېره شپه د غازي اباد ولسوالۍ اړوند شابل او جلاله سیمو کې د کابل رژیم عسکرو ۸ پوستې تخلیه کړې او له سیمې تښتېدلي دي. د راپور له مخې د یادو پوستو په تخلیه کېدو سره پراخه سیمه د شریر دښمن له وجود څخه تصفیه او […]

د زړورو مجاهدینو د جهادي زیار په نتېجه کې تېره شپه د غازي اباد ولسوالۍ اړوند شابل او جلاله سیمو کې د کابل رژیم عسکرو ۸ پوستې تخلیه کړې او له سیمې تښتېدلي دي. د راپور له مخې د یادو پوستو په تخلیه کېدو سره پراخه سیمه د شریر دښمن له وجود څخه تصفیه او د مجاهدینو تر حاکمیت لاندې راغلې ده.

همداراز له دښمن څخه ۳ میله راکټ، ۷ میله ایم ۱۶ ټوپک، ۴ میله پیکاوې او یو شمېر مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

‏2021‏/7‏/19