غازي اباد کې د دښمن توپونو ۲ کورونه ویجاړ، ګڼ څاروي وژلي دي

په اولسي سیمو د جنایتکار دښمن د بریدونو په لړ کې پرون شپه وحشي دښمن د غازي اباد ولسوالۍ اړوند هلګل په کلي باندې د ډیسي توپونو مرمۍ ویشتلې دي. د راپور له مخې مرمۍ د خلکو په کورونو لګېدلې او له کبله یې ۲ کورونه ویجاړ شوي، ګڼ څاروي له منځه تللي، خلکو ته […]

په اولسي سیمو د جنایتکار دښمن د بریدونو په لړ کې پرون شپه وحشي دښمن د غازي اباد ولسوالۍ اړوند هلګل په کلي باندې د ډیسي توپونو مرمۍ ویشتلې دي. د راپور له مخې مرمۍ د خلکو په کورونو لګېدلې او له کبله یې ۲ کورونه ویجاړ شوي، ګڼ څاروي له منځه تللي، خلکو ته دروند مالي زیان اوښتی، خو لله الحمد څوک پکې مړه او ژوبل نه دي.

‏2021‏/6‏/15