غازي اباد کې د دارالایتام پرانسته وشوه

پرون سهار د غازي اباد ولسوالۍ اړوند توحید اباد سیمه کې د یو دارالایتام پرانسته وشوه. په دې ویاړ جوړه شوې غونډه کې د یادې ولسوالۍ په جهادي مسؤل، د نظامي کمیسیون مسؤل او د ښووني اوروزني کمیسیون په مدیر برسېره نورو غړو او سیمه ایزو مخورو هم ګډون درلود. دغه دارالایتام چې د اسلامي […]

پرون سهار د غازي اباد ولسوالۍ اړوند توحید اباد سیمه کې د یو دارالایتام پرانسته وشوه. په دې ویاړ جوړه شوې غونډه کې د یادې ولسوالۍ په جهادي مسؤل، د نظامي کمیسیون مسؤل او د ښووني اوروزني کمیسیون په مدیر برسېره نورو غړو او سیمه ایزو مخورو هم ګډون درلود.

دغه دارالایتام چې د اسلامي امارت د رسمي دارالایتام په توګه به د یتیمانو د ښووني او روزني په برخه کې فعالیت کوي، د شاوخوا ۴۰ یتیمو ماشومانو د ځایولو ظرفیت لري.

د سیمې خلکو د دغه دیني مرکز جوړول د سیمې لپاره یو ګټور ګام بللی، له مسؤلینو یې مننه کړې، له خپل طرفه یې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او هیله یې څرګنده کړې چې د دې مرکز په ښې پالنه سره د سیمې په کچه د علم او پوهي رڼا پراخه او د ټولو خلکو تر کورونو ورسېږي.

‏2021‏/6‏/2