سیداباد کې بیس او پوسته فتحه، ۷۵ عسکر ژوندي نیول شوي، ګڼې وسلې او وسائط د مجاهدینو لاسته ورغلي دي

له مراکزو او سیمو د مزدور دښمن د تېښتي په دوام پرون د کابل رژیم عسکرو د میدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې د سلطانخیلو ستر بیس او مهمه دفاعي پوسته په یو مخیز ډول تخلیه کړي او له سیمې تښتېدلي دي. د راپور له مخې تر تېښتي له مخه له دښمن سره […]

له مراکزو او سیمو د مزدور دښمن د تېښتي په دوام پرون د کابل رژیم عسکرو د میدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند سیمه کې د سلطانخیلو ستر بیس او مهمه دفاعي پوسته په یو مخیز ډول تخلیه کړي او له سیمې تښتېدلي دي. د راپور له مخې تر تېښتي له مخه له دښمن سره نښته کې ۵ مزدور عسکر وژل شوي، ۱۵ ژوبل شوي او ۷۵ تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

دغه رنګه له دښمن څخه ۳۰ ټانکونه، ۲۰ رینجر موټر، ۱۵ غټ باروړونکي موټر، ۴۵۸ کارملي ټوپک، ۶۴ ثقیلان، ۳۰ راکټونه، ۹ هشتاد دو، ۱۳ هاوانونه، ۱۰ ایس پي جي ۹، ۲۵ دهشکې، ۶۰ درازنوف، ۳۰ کلاشنکوفونه، ۱۵ نارنجک، ۵۰ توپنچې، ۷ اګایزتوپونه، او په زیاته اندازه مختلف النوع مهمات نیول شوي دي.

‏2021‏/7‏/1