سیداباد کې ۱ ټانګ، ۲رینجر، ۱ اکمالاتي موټر ویجاړ، د قومندان په ګډون ۷ عسکر مړه او ټپيان شول

له میدان وردګ ولایت څخه رارسیدلي خبرونه وایي، چې نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د میدان وردګ ولایت سیدابادولسوالۍاړوند پتنګ اوسلطان خیلو سیمو کې د ګوډاګي دښمن په اکمالاتي کاروان د مجاهدینو له لوري بریدونه ترسره شول. خبروایي د جګړې په لړکې د قومندان په ګډون ۵  تنه عسکر ووژل شول، ۲ نور ټپیان شول. […]

له میدان وردګ ولایت څخه رارسیدلي خبرونه وایي، چې نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د میدان وردګ ولایت سیدابادولسوالۍاړوند پتنګ اوسلطان خیلو سیمو کې د ګوډاګي دښمن په اکمالاتي کاروان د مجاهدینو له لوري بریدونه ترسره شول.

خبروایي د جګړې په لړکې د قومندان په ګډون ۵  تنه عسکر ووژل شول، ۲ نور ټپیان شول.

دغه راز  ۱ ټانګ، ۱ عراده رینجر موټر هم په ټولیزه توګه ویجاړشول.

همدارنګه نن ماسپښین شاوخوا ۳ بجې د یادي ولسوالۍ اړوند هفت اسیا سیمه کې هم  په یاد کاروان بریدوشو او په مهال یې ۱ عراده رینجر او ۱ عراده اکمالاتي موټر له منځه لاړل.

دلته هم دښمن ته مرګ ژوبله واوښته، مګر کره شمیر یې تردې دمه نه دی روښانه شوی.

2017/8/16