میدان وردګ: سیداباد کې د دښت توپ مهم بیس فتحه شو

پرون ۱۲ بجې د میدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ کې د دشت توپ په نوم د مزدور دښمن ستر او مهم بیس د مجاهدینو لاسته ولوېد او پکې مېشت ګوډاګیان ترې وتښتېدل. دغه ستر او مهم مرکز کې له دښمن څخه ۷۶ رینجر، ۴۳ ټانکونه، ۱۳ امبولانس موټر، ۳ عرادي جرکن، ۱ ضربتي ټانک، ۱ […]

پرون ۱۲ بجې د میدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ کې د دشت توپ په نوم د مزدور دښمن ستر او مهم بیس د مجاهدینو لاسته ولوېد او پکې مېشت ګوډاګیان ترې وتښتېدل.

دغه ستر او مهم مرکز کې له دښمن څخه ۷۶ رینجر، ۴۳ ټانکونه، ۱۳ امبولانس موټر، ۳ عرادي جرکن، ۱ ضربتي ټانک، ۱ کرولا، ۴۵ کاماز موټرونه، ۴ دانې څلور ټېره موټر سیکلونه، ۲۴ میله ایم ۱۶ ټوپک، ۳ ایم ۴ ټوپک، ۱ دهشکه او پریمانه اندازه مهمات نیول شوي دي.

بیس د مجاهدینو لخوا په مکمل ډول تصفیه شوی او دا مهال د مجاهدینو تر واک لاندې دی.

‏2021‏/7‏/4