سوداګرو له والي سره په لیدنه کې، د مڼو لپاره د مناسب بازار له نه شتونه شکایت وکړ.

د میدان وردګو د مڼو سوداګرو د شته ستونزو د حل په موخه د یاد ولایت له والي الحاج رحیم الله محمود سره وکتل. دوی زیاته کړه، مڼې مارکيټ/ بازار نه لري، کومې مڼې چې پاکستان هېواد ته صادریږي، مالیه يې زیاته ده، چې په نرخونو يې منفي تاثير کړی؛ سوداګرو له والي د یادې […]

د میدان وردګو د مڼو سوداګرو د شته ستونزو د حل په موخه د یاد ولایت له والي الحاج رحیم الله محمود سره وکتل. دوی زیاته کړه، مڼې مارکيټ/ بازار نه لري، کومې مڼې چې پاکستان هېواد ته صادریږي، مالیه يې زیاته ده، چې په نرخونو يې منفي تاثير کړی؛ سوداګرو له والي د یادې ستونزې حل غوښت.

 ښاغلي والي یاده ستونزه عمومي بلله او ژمنه یې ورکړه، چې دغه ستونزه به تر لوړو مقاماتو رسوي او په ګډه به ورته حل لار لټوي.

میدان وردګ، چې د مڼو مشهور تولیدوونکی ولایت بلل کېږي، تازه د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رییس باختر آژانس ته ویلي، چې سږ کال د هوا د یخنۍ او اوبو د کموالي له امله د مڼو په تولید کې نوي سلنه کموالی راغلی.

‏2021‏/11‏/6