سرپل : سوزمه قلعه کې دتعلیم اوتربیې مسؤولینوپه زیارشانداره غونډه ترسره شوه

دسرپل ولایت له سوزمه قلعه  ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې : نن سهار دیادي ولسوالۍ اړوند دخانقاه په سیمه کې داسلامي امارت دتعلیم تربیې سیمه ایزمسؤول مولوي  علاؤ الدین په سرپرستي کې  یوه شانداره غونډه  ترسره شوه غونډه چې پکې ګڼ شمېر علماؤ، مشائخو،دمدرسواومکاتبوزده کونکو اوعامه مسلمانانوګډون کړی ؤ سهار۹ بجې دقرآن […]

دسرپل ولایت له سوزمه قلعه  ولسوالۍ نه په رارسیدلي خبرکې ویل شوي چې : نن سهار دیادي ولسوالۍ اړوند دخانقاه په سیمه کې داسلامي امارت دتعلیم تربیې سیمه ایزمسؤول مولوي  علاؤ الدین په سرپرستي کې  یوه شانداره غونډه  ترسره شوه

غونډه چې پکې ګڼ شمېر علماؤ، مشائخو،دمدرسواومکاتبوزده کونکو اوعامه مسلمانانوګډون کړی ؤ سهار۹ بجې دقرآن کریم دمبارکو آیتونوپه تلاوت سره پیل شوه

وروسته  علماء کرامو، دتعلیم تربیې په اهمیت ، فرضیت ، فضیلت اولا نور پرمختګ په  اړه هراړخیزه ویناوي  واورولي چې ترغرمي پوري یې دوام وکړ

له غرمي وروسته  یاد سیمینارته  راغلیو علماء کرامو  دتعلیم اوتربیې په بخش کې  دپرمختګ لپاره نظرونه  او وړاندیزونه وړاندي کړل

غونډه مازدیګر مهال  داسلامي امارت دبریا اوپه ګران هیوادکې دسوچه سپیڅلي اسلامي نظام پلي کیدو په دعاسره پای ته ورسیده

2017/5/13