نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په مشرۍ پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي، د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د ملکي الوتنو بېرته […]
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په مشرۍ پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر زیاتوالي، د کابل ـ اسلام اباد ترمنځ د ملکي الوتنو بېرته پیلېدو، د سپین بولدک، تورخم او غلام خان بندر د فعالیتونو ۲۴ ساعته کېدو، د افغانستان پر صادراتو د تعرفې پر کموالي، افغان مسافرینو ته د اسانتیاوو په برابرولو او د پاکستان له لوري د تمویلېدونکو نیمګړو پروژو د چارو پر بیا پیلولو خبرې وکړې.
افغان پلاوي ټینګار وکړ، چې د کاسا زر، مزار شریف ـ پېښور ریل پټلۍ چارې باید چټکې شي او پاکستاني لوری دې د ترانزیټ په برخه کې موجودو ستونزو ته حللارې پیدا کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یاد پلاوي ته معین وخت ټاکلی ترڅو یاد موضوعات د دوه اړخیزه توافقاتو پر اساس په بشپړ ډول حل کړي.
شاه محمود قریشي وویل: زموږ پلاوي کې د ټولو برخو د مسوولینو موجودیت او دلته حضور ښیي چې پاکستان له افغانستان سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې د ستونزو حل غواړي.
د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې تاریخي وبللې وې ویل، هیله لرو پاکستان خپلې ژمنې په عمل کې هم ثابتې کړي.
د دغې ناستې په پای کې په اقتصادي، سیاسي او نظامي برخو کې د یادو ستونزو د بشپړ حل لپاره دوه اړخیزه کمېټو پر ټولو جزیاتو مفصل بحثونه وکړل.
21/10/2021
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.