د R.E.D موسسې د مرستې پاتې برخه په سیدآباد ولسوالۍ کې په ۳۰۰ کورنیو ووېشل شوه.

وړمه ورځ د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ کې د R.E.D خیریه موسسې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستې پاتې برخه په ۳ سوه کورنیو ووېشل شوه. یاده مرسته، چې د شهیدانو او معلولینو د آمریت پر مټ توزیع کېده، د وېش پر مهال یې د همدې آمریت سرپرست مولوي محمد نذیر ابو […]

وړمه ورځ د میدان وردګو په سیدآباد ولسوالۍ کې د R.E.D خیریه موسسې د خوراکي او غیر خوراکي توکو د مرستې پاتې برخه په ۳ سوه کورنیو ووېشل شوه.

یاده مرسته، چې د شهیدانو او معلولینو د آمریت پر مټ توزیع کېده، د وېش پر مهال یې د همدې آمریت سرپرست مولوي محمد نذیر ابو محمد رسنیو ته وویل ” د مستحقو کورنیو د پېژندنې لپاره مخکې له مخکې سروې ترسره شوې، چې د ا.ا.ا د شهیدانو/ پخواني نظام د وژل شوو یتیمان، بېوزله او بېځایه شوې کورنۍ پکې شاملې دي.”

 په مرسته کې، هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو ګرامه اوړه، ۱۰ کیلوګرامه وریجې، ۱۰ کیلوګرامه لوبیا، ۱۰ لېتره غوړي، ۳  کیلوګرامه بوره او دوې کمپلې ورکړل شوې.

د یادولو ده، چې د R.E.D موسسې لخوا په ټوله کې ۵۰۰ کورنیو ته یاده مرسته ترسره شوېده، چې څو ورځې وړاندې د همدغه ولایت د مرکز، نرخ او جلرېز ولسوالیو ۲ سوه کورنیو ته هم ورته مواد توزیع شول.

 اړمنې کورنۍ وایي، یاده مرسته به مو د لږ وخت لپاره درد دوا کړي، خو دا چې د ژمي سوړ موسم په رارسېدو دی، نو ا.ا دې زموږ د ژوند د ښه والي لپاره بنسټیز کارونه ترسره کړي.

‏2021‏/11‏/6