د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ رییس له آزادۍ دولتي مطبعې څخه لیدنه وکړه

نن ورورسته له غرمې مطیع الله روحاني د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ رییس پداسې حال کې چې نعمت الله صافی د فرهنګ او هنر آمر او بریالی همنوا د باختر خبري اژانس عمومي مدیر یې ملتیا کوله د کندوز ولایت آزادۍ مطبعې له مسوولینو سره یې ولیدل. لومړی احمدجاوید واحدي د آزادۍ دولتي مطبعې آمر […]

نن ورورسته له غرمې مطیع الله روحاني د کندوز اطلاعاتو او فرهنګ رییس پداسې حال کې چې نعمت الله صافی د فرهنګ او هنر آمر او بریالی همنوا د باختر خبري اژانس عمومي مدیر یې ملتیا کوله د کندوز ولایت آزادۍ مطبعې له مسوولینو سره یې ولیدل.

لومړی احمدجاوید واحدي د آزادۍ دولتي مطبعې آمر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغې مطبعې شته ستونزې شریکې کړې.

واحدي دغه راز وویل چې دغه مطبعه اوسمهال پلېټ، رنګ او له کاغذ کمښت سره مخامخ ده چې پدغې برخه کې ستاسې هراړخیزه پاملرنه غواړو.

د آزادۍ مطبعې آمر همدا شان له ښاعلي روحاني څخه غوښتنه وکړه چې ټولې دولتي ادارې چې هر هغه څه چې د چاپ لپاره لري نو باید آزادۍ مطبعې ته دې راولیږي، چې پروینا یې لدې سره د دغې مطبعې عواید مخ په ډېرېدو شي.

دغه راز مطیع الله روحاني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس د خپلو خبرو پر مهال د آزادۍ مطبعې مسوولینو ته ډاډ ورکړ؛ ترڅو د دغې مطبعې شته ستونزو ته د پای ټکی کېږدي.

‏2021‏/11‏/4