نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د چهارشنبې په ورځ د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست په همږغۍ او همکارۍ ډي آر سي (DRC) موسسې د کندهار په لوړ او کښته میوند ولسوالیو کي له ۳۳۲ اړمنو او بېځایه سویو کورنیو سره د نغدي پيسو مرسته وکړه، چي هري کورنۍ ته ۲۸ زره افغانۍ ورکړل سوې او […]
د چهارشنبې په ورځ د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست په همږغۍ او همکارۍ ډي آر سي (DRC) موسسې د کندهار په لوړ او کښته میوند ولسوالیو کي له ۳۳۲ اړمنو او بېځایه سویو کورنیو سره د نغدي پيسو مرسته وکړه، چي هري کورنۍ ته ۲۸ زره افغانۍ ورکړل سوې او د یادو کورنیو له ډلي د ۱۸ کورنیو سره د یو لړ نورو مهمو توکو مرسته هم وسوه.
د کندهار د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رئیس مولوي محمدقاسم تسنیم لومړی د یادي موسسې څخه ځانګړې مننه وکړه او په خپلو خبرو کي یې وویل یادي کورنۍ د یوه ګډ هیئت له لوري ټاکل سوي وې، چي په خبره یې په نورو ولسوالیو کي هم سروې روانه ده، چي ډېر ژر به د یادي موسسې په مټ ورته مرسته ورسوي.
چهارشنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۶
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.