د کندهار فدايي برید ۱۱ امریکايانو۵ګوډاګیانوته مرګ ژوبله اړولي او۲زغروال ټانکونه له منځه تللي

د عزم عملیاتو په لړ کې لومړی فدايي برید د امریکایانو یو قطار په نښه کړ. دغه پيښه نن له غرمې مخکې د کندهار ولایت هوايي ډګر څيرمه د ارغستان پول سره نيږدې سیمه کې دګوډاګي عسکروله پوستې سره هغه مهال رامنځته شوه چې یودرجن خارجي عسکر له خپلو ټانکونو څخه راښکته شوي وو او […]

د عزم عملیاتو په لړ کې لومړی فدايي برید د امریکایانو یو قطار په نښه کړ.

دغه پيښه نن له غرمې مخکې د کندهار ولایت هوايي ډګر څيرمه د ارغستان پول سره نيږدې سیمه کې دګوډاګي عسکروله پوستې سره هغه مهال رامنځته شوه چې یودرجن خارجي عسکر له خپلو ټانکونو څخه راښکته شوي وو او په سیمه کې په تجمعي شکل ولاړ وو.

برید د سراچې موټر په مټ چې خورا ډير منفجره مواد په کې ځای په ځای شوي وو، د اتل فدايي مجاهد مطیع الله کندهاري لخوا ترسره شو.

د کره معلوماتو په اساس په پيښه کې یوولس امریکايي عسکر وژل شوي او ټپيان دي چې له سيمې د انتقال په مهال ولیدل شول، اوهم یې ۲ زغروال ټانکونه په بشپړه توګه سوځول شوي دي په  دې سربیره په سیمه کې دګوډاګي عسکرو یوه پوسته نیمايي ویجاړه شوي او پکې ۵ تنه ګوډاګي عسکرله منځه تللي دي

داچې غلام دښمن ادعا کړې چې برید يې شنډ کړي او له وخته مخکې يې دفدايي مجاهد موټر په نښه کړی، دا خبره کاملادروغ اوغلطه ده.

کله چې بهرنیو ځواکونو ته په هیواد کې تلفات اوړي، هغوی داخلي غلامانوته اجازه نه ورکوي، چې تلفات يې وګوري، یا دسيمې ځای ته لنډ ورشي، همدا راز غلامان د دې اجازه هم نه لري چې له رسنيو سره د خارجي ځواکونو په تلفاتو باندې خبرې وکړي، نو ځکه غلامان هڅه کوي چې د پيښې له ټولو تلفاتو څخه چورلټ انکار وکړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی

۱۱/۷/۱۴۳۶هـ ق

۱۱/۲/۱۳۹۴ هـ ش ــ 2015/430م