د ارزګان دلوړو زده کړو مؤسسي د کرهڼې پوهنځی اګرانومي او بڼوالې څانګو خپل دڅلورکلنې دورۍ پایلیک یامونوګرافونه دفاع کړه.

  د ارزګان دلوړو زده کړو مؤسسی چي په ۱۳۹۱ هـ ش کال کی ئې په فعالیت پېل وکړي او دری پوهنځی لری لکه کرهڼه، تعلیم او تربېیه، کمپیوټرساینس چی تردامهاله ۱۳۷۶ محصلین ۴۲ تنه استادان او ۴۳ تنه اداری کارمندان لري او دا دکرهڼې پوهنځی شپږمه دوره فارغین دي په نوموړی فراغت غونډه کي […]

 

د ارزګان دلوړو زده کړو مؤسسی چي په ۱۳۹۱ هـ ش کال کی ئې په فعالیت پېل وکړي او دری پوهنځی لری لکه کرهڼه، تعلیم او تربېیه، کمپیوټرساینس چی تردامهاله ۱۳۷۶ محصلین ۴۲ تنه استادان او ۴۳ تنه اداری کارمندان لري او دا دکرهڼې پوهنځی شپږمه دوره فارغین دي په نوموړی فراغت غونډه کي دارزګان ولایت مرستیال والی حاجی مزمل صاحب، د کرهڼې اوبولګولواو مالدارۍ ریاست رئیس،دپوهنی ریاست رئیس، د ښاروالۍ رئیس،د مستوفیت رئیس برخه اخیستې وو.
د مونوګرافونو پیل لومړي دقرانکریم په ځو مبارکوایاتونو سره پېل سوه.
دغونډي پرانېستی وینا د ارزګان دلوړوزده کړو مؤسسي مالی اوادارې مرستیال عبدالعزیز امانی وکړه او زیاته ئې کړه چي د ارزګان دلوړو زده کړو مؤسسه کوښښ کوی چی د ارزګان لپاره مسلکي قدرونه ټولنۍ ته وړاندی کړی هغه وویل چی د ارزګان دلوړو زده کړومؤسسه دماسټري ترکچي استادان لري او په هره برخه کي کار کولائې سی ښاغلی امانی وویل چي زموږ پوهنځي مجهز کارکونکی لري خو کرنیزه مځکه نلری نو باید هغه مځکه چي د کرهڼې پوهنځي لپاره مشخصه سوي ده په واکی ورکړی ترڅواستفاده ځني وکړي یوبه زموږ داخلی عواید زیات سی بل به مو محصلین عملي کار وکړی او موږ د کرهڼي ریاست سره تفاهم لیک لرو اوګډ کارکولوته اماده یو چي دارزګان دهکانانو او دکرهڼې ریاست کارکونکوته مسلکی ورکشاپونه ورکړو ترڅوپه مسلکی ډول خپل کښتونه وروزې.
د اګرانومي څانګې رئیس ښاغلی کریمی وویل چی د کرهڼی پوهنځی ۳۹۰ تنه محصلین لری او دائې شپږمه دوره فارغین دی چی نن ئې دخپلی دوري پالیک دفاع کړی.
ورسته محصلینو خپل جوړسوي مونوګرافونه دټولواستادانو په وړاندی تشریح کړه.
ورسته دکرهڼې ریاست رئیس عبدالصمد مقبول وینا وکړه ښاغلی مقبول وویل چی علم پرنر او ښځه فرض دی خو چی د ښځینو لپاره شرعې چاپیریال مساعد وی او دوی باید خپله زده کړه په اسلامی حجاب کی ترسره کړی اوزیاته توجوباید اسلامی زده کړوته وکړی ځکه چی دعصري زده کړو ترڅنګ دینی زده کړی ضرور دی.
غونډه د دعاء په ویلوسره پایته ورسیده.

نېټه: ۱۴۴۳/۸/۲۶ هــ ق