د کندهار د شپږمي حوزې مجاهدینو تېره شپه یو انسان تښتونکی ونیوی

د کندهار امنیه قومندانۍ اړوند د شپږمي حوزې مجاهدینو په خپلو پوره هڅو سره د وحیدالله مشهور په روح الله، چي د کابل اصلي اوسېدونکی دی او اوس د کندهار شپږمي حوزې په محمدي مینه کي اوسیږي.   د شپږمي حوزې مسئولین وایي یاد انسان تښتونکي د داودشاه په نوم یو هلک چي اصلي د […]

د کندهار امنیه قومندانۍ اړوند د شپږمي حوزې مجاهدینو په خپلو پوره هڅو سره د وحیدالله مشهور په روح الله، چي د کابل اصلي اوسېدونکی دی او اوس د کندهار شپږمي حوزې په محمدي مینه کي اوسیږي.

 

د شپږمي حوزې مسئولین وایي یاد انسان تښتونکي د داودشاه په نوم یو هلک چي اصلي د سپین بولدک ولسوالۍ اوسېدونکی دی او اوس شپږمه حوزه کي له مسلم چوک سره اوسېدی، د درې زره پنځوس ډالرو او شل زره پاکستانۍ کالدارو سره تښتولی و.

 

د دوی په خبره، چي ددې هلک په تښتونه کي دوه نور کسان هم لاس لري، چي د هغوی د پیداکېدو هڅي هم رواني دي.

 

سې شنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۵