د کابل ادارې عسکرو په کندز کې ۱۲ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپيان کړل

په ملکي خلک د بریدونو او جنګي جنایتونو په دوام، تیره شپه د کابل ادارې عسکرو د کندز ګلتپه سیمه کې په ملکي کورونو باندې د هاوان توغندي وتوغول. د دغه جنایت په نتیجه کې ۲ ملکي کورونه ونړیدل، په یوه کور کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه شهیدان او ۶ تنه […]

په ملکي خلک د بریدونو او جنګي جنایتونو په دوام، تیره شپه د کابل ادارې عسکرو د کندز ګلتپه سیمه کې په ملکي کورونو باندې د هاوان توغندي وتوغول.
د دغه جنایت په نتیجه کې ۲ ملکي کورونه ونړیدل، په یوه کور کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه شهیدان او ۶ تنه ټپيان شول، او په بل کور کې یوه ښځه په شهادت ورسیده.
موږ د مزدور دښمن دغه جنایت په کلکو ټکو غندو، د دښمن عسکر هره ورځ د هېوادو په کلیو اوبانډو کې د ملکي خلکو په کورونه همدا ډول بې رحمانه بریدنه او بمبار کوي چې له امله يې ګڼ شمیر ملکي هېوادوالوته تلفات اوړي.
موږ له نړیوالو بشري نهادونو او حقوقي بنسټونو څخه هم غواړو چې د دغه راز ښکاره جنایاتو په وړاندې خاموش پاتې نشي، بلکې یادې حملې وغندي، پلټنه يې وکړي او جنګي مجرمین د محاسبې میزته معرفي کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۳/۴/۱۴۴۲هـ ق
۲۸/۸/۲۳۹۹هـ ش ــ 2020/11/18م