د چاپیریال د ستونزو د حل په موخه د کابل له ښاروال سره د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د رهبرۍ ناسته

کابل–۱۲ دلو ۱۴۰۰ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست ډاکټر زین العابدین عابد او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال انجینر عزت الله صدیقي د کابل له ښاروال مولوي عبدالرشید بلوڅ او د دوی له تخنیکي ټیم سره د هوا د ککړتیا د کمولواو د چاپیریالي ستونزو د حل  په موخه په کابل ښاروالۍ کې […]

کابل–۱۲ دلو ۱۴۰۰

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې سرپرست ډاکټر زین العابدین عابد او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مرستیال انجینر عزت الله صدیقي د کابل له ښاروال مولوي عبدالرشید بلوڅ او د دوی له تخنیکي ټیم سره د هوا د ککړتیا د کمولواو د چاپیریالي ستونزو د حل  په موخه په کابل ښاروالۍ کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو په کابل کې د هوا د ککړتیا د سرچینو د څارنې او کنټرول، د فاضله اوبو  د تصفيه خانو د بيا جوړولو، د میکرویانو د مدیریت او پاملرنې څانګه، او د کابل د ښار د ښاري او طبي کثافاتو  په اړه بحث او خبرې وکړې.  دواړو خواوو د حقوقي مسلو په اړه هم تفصیلي خبرې وکړې لکه د چاپیریال د جوازونو د صادرولو لپاره د مسؤلیتونو او واکونو جلا کول، د چاپیریال څخه د سرغړونکو جریمې، او په کابل کې د هوا د ککړتیا کمولو او مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان. د يادو شويو موضوعاتو په اړه د دواړو څانګو د تخنيکي ټيمونو ترمنځ د تخنيکي همکاريو او همغږۍ د زياتوالي  په موخه پرېکړه وشوه.

ورپسې د کابل ښاروال او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رئیس د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ او په لازیاتې همکارۍ او همغږۍ یې ټینګار وکړ.

د یادولو وړ ده چې په دې غونډه کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د څارنې او کنټرول رئیس، د کابل ولایت د چاپېریال ساتنې رئیس، د تنظيف رئیس او د کابل ښاروالۍ د روغتیا او چاپېریال ساتنې رئیس هم حضور درلود.

 

 

 

ملاقات رهبری اداره ملی حفاظت محیط زیست با شاروال کابل جهت حل مشکلات محیط زیستی

 

کابل–۱۲ دلو ۱۴۰۰

 

داکتر زین العابدین عابد سرپرست ریاست عمومی اداره ملی حفاظت محیط زیست و انجنیر عزت الله صدیقی معین مسلکی این اداره جهت کاهش آلودگی هوا و حل مشکلات محیط زیستی شهر کابل با محترم مولوی عبدالرشید بلوچ شاروال کابل و تیم تخنیکی شان در مقر شاروالی کابل ملاقات کردند.

در جلسه دو طرف در رابطه به نظارت و کنترول از منابع آلوده کننده هوا در شهر کابل،  بازسازی تصفیه خانه فاضلاب ریاست تصدی تدویر و مراقبت مکرویان ها و مدیریت زباله های شهری و طبی در شهر کابل بحث و تبادل نظر کردند. جانبین همچنان در مورد مسایل حقوقی از قبیل تفکیک مسولیت ها و صلاحیت های صدور جوازنامه های محیط زیستی، جریمه های نقدی از تخلفات محیط زیستی، و پلان پنج ساله کاهش و جلوگیری از آلودگی هوای شهر کابل بحث مفصل نمودند.

در انجام فیصله به عمل آمد تا تیم های تخنیکی هر دو اداره پیرامون موضوعات متذکره مراسلات رسمی و هماهنگی بیشتر نموده و در زمینه فعالیت های عملی را تطبیق نمایند.

سپس، شاروال کابل و رییس اداره ملی حفاظت محیط زیست از هر نوع همکاری ابراز اطمینان داده و روی همکاری و هماهنگی بیشتر تاکید نمودند.

قابل یاد آوریست که در این نشست رئیس نظارت و کنترول اداره ملی حفاظت محیط زیست، رئیس محیط زیست ولایت کابل، رئیس تنظیف و رئیس صحت محیطی و محیط زیست شاروالی کابل نیز حضور داشتند.