د پګواش په نړیوال کنفرانس کې د عالیقدر امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله فاتحه واخیستل شوه

 په قطر هېواد کې د ۲۰۱۶ د روانې میاشتې په ۲۳ – ۲۴ نېټه د ګران هېواد دستونزې د هواري په موخه یو نړیوال کنفرانس جوړ شوی و، او تر ۵۵ تنو پورې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د پلاوي تر څنګ د مختلفو هېوادونو استازو، د مدني ټولنو غړیو، آزادو سیاسي او ملي […]

 په قطر هېواد کې د ۲۰۱۶ د روانې میاشتې په ۲۳ – ۲۴ نېټه د ګران هېواد دستونزې د هواري په موخه یو نړیوال کنفرانس جوړ شوی و، او تر ۵۵ تنو پورې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د پلاوي تر څنګ د مختلفو هېوادونو استازو، د مدني ټولنو غړیو، آزادو سیاسي او ملي شخصیتونو ګډون پکې کړی و، د معلوماتو له مخې په نوموړي نړیوال کنفرانس کې د ګډون کوونکو له خوا د عالیقدر امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله فاتحه واخیستل شوه،  لومړی د کلام پاک یو څو مبارک آیتونه د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د غړي ډاکتر صاحب مزار ګل صالح له خوا ولوستل شول، ورپسې ټولو ګډون کوونکو په ډېره مینه او احترام د مشر ملاصاحب رحمه الله او شهداوو پاکو ارواحو ته ددعا په منظور لاسونه پورته کړل.

    له دې نه جوتېږي، چې عالیقدر امیر المومنین رحمه الله د ټولو  هېوادوالو او نړیوالو په زړونو کې یو ځانګړی ځای او دروند حیثیت درلود، او دا دنوموړي د غیرتي او ایماني مواقفو، او لوړو کارنامو، له خپل ولس، هېواد او اسلامي امت سره د بې کچې مینې، او د ټول انسانیت لپاره د نوموړي د خیر خواهۍ او خیر اندیشۍ له امله و.

الله پاک دې مونږ ټولو ته توفیق را په برخه کړي چې دده پیل کړی روان جهادي یون په ښه او سمه توګه تر منزله ورسوو. آمین.