د پکتیکا په ډیله ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د اداري ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د پکتیکا ولایت په محرومه او لري پرته والسوالۍ ډیله کې د لومړي ځل لپاره د دې ولایت مرستیال والي له لوري د یادې ولسوالۍ د اداري ودانۍ جوړېدو بنسټ ډبره په داسي حال کې کېښودل شوه چې په ټوله ولسوالۍ کې په اساسي ډول جوړه شوې ودانۍ نه تر سترګو کېږي. د پکتیکا مرستیال […]

د پکتیکا ولایت په محرومه او لري پرته والسوالۍ ډیله کې د لومړي ځل لپاره د دې ولایت مرستیال والي له لوري د یادې ولسوالۍ د اداري ودانۍ جوړېدو بنسټ ډبره په داسي حال کې کېښودل شوه چې په ټوله ولسوالۍ کې په اساسي ډول جوړه شوې ودانۍ نه تر سترګو کېږي.
د پکتیکا مرستیال والي نن د دې ولایت له ټولو اړخونو محرومې او لري پرتې ولسوالۍ ډیلې ته په داسي حال کې سفر کړی و چې د استناف څارنوالي مشر مولوي لعل محمد ګوهري یې ملتیا کوله.
مرستیال والي محیب الله حماس د یادې ودانۍ د بنسټ ډبرې ښودلو پر مهال د خوشامند او ډېلې له مېړنیو ولسونو مننه وکړه چې تل یې د امارت لاسنوی کړی او له کړنو یې کلکه ننګه کړې.
حماس زیاته کړه چې دوی به د محرومو ولسوالیو د ولسونو غوښتنو ته لومړیتوب ورکوي او د خپل توان مطابق به ورته په ټولو برخو کې کار کوي.
نوموړي وویل: د یادې ودانۍ چارې به د څو میاشتو په موده کې د ۱۰ لس میلیونه افغانیو په لګښت په سم او لوړ کیفیت بشپړېږي او ټول اړین سهولتونه به لري.
د ډیلې ولسوالۍ قومي مخورو د ا.ا.ا له مشرانو او په ځانګړي ډول د پکتیکا له رهبري څخه مننه وکړه چې د لومړي ځل لپاره یې په ولسوالۍ کې د پرمختګ او ابادۍ ډبره ښودل کېږي چې تر دې وړاندي ورته هیڅ دولت په هیڅ برخه کې کار نه دی کړی.
دوی دغه راز له ولایتي ادارې او مرکز څخه په کلکه غوښتنه کوي چې د ډیلې محرومې ولسوالۍ چې په تېرو دولتونو کې ورته هیڅ کار نه دی شوی او له پامه غورځول شوې وه د پوهنې، روغتیا، پرمختګ او بیا رغونې د برخو تر څنګ دي ورته لویې لارې جوړې شي او د تلفوني اړېکو نښلو په موخه دي ورته د سلام او نورې پایې نصب شي ځکه دوی په دغو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د یادونې ده چې د نوي نظام په راتلو سره د دې ولایت محرو مو ولسوالیو ته پاملرنه زیاته شوې او په بېلا بېلو برخو کې ورته کړنې ترسره کېږي.
۱۴۴۳/۳/۱۹
۲۰۲۱/۱۰/۲۶
۱۴۰۰/۸/۴