د پکتیکا په محرومه ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د پرمختګ ډبره کېښودل شوه.

د پکتیکا ولایت په محرومه ولسوالۍ اومنه کې د لومړي ځل لپاره د دې ولایت مرستیال والي له لوري د اومنې ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړېدو بنسټ ډبره په داسي حال کې کېښودل شوه چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد آمین حذیفه، او د یادې ولسوالۍ ولسوال مولوي عباس یې ملتیا کوله. د […]

د پکتیکا ولایت په محرومه ولسوالۍ اومنه کې د لومړي ځل لپاره د دې ولایت مرستیال والي له لوري د اومنې ولسوالۍ د اداري ودانۍ د جوړېدو بنسټ ډبره په داسي حال کې کېښودل شوه چې د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد آمین حذیفه، او د یادې ولسوالۍ ولسوال مولوي عباس یې ملتیا کوله.
د پکتیکا مرستیال والي محیب الله حماس د یادې ودانۍ د بنسټ ډبرې ښودلو پر مهال د اومنې ولسوالۍ له میړني او امارت سره تل همکارو ولسونو څخه مننه وکړه چې تل یې د دوی لاسنوی کړی او تر څنګ یې درېدلي دي.
حماس زیاته کړه چې دوی خپلو کړو ژمنو ته وفادار دي او د دې ولایت ټولو هغو محرو ولسوالیو ولسونو ته به د پوهنې، روغتیا، پرمختګ او بیارغونې په برخو کې ځانګړې پاملرنه کوي او زیات کار به ورته کوي.
نوموړي وویل: د یادې ودانۍ چارې به د شپږو میاشتو په موده کې د ۷ میلیونه افغانیو په لګښت په سم او لوړ کیفیت سره ترسره شي او ټول اړین سهولتونه به ولري.
نوموړی وایي د یادې ودانۍ په جوړېدو سره به د دې ولسوالۍ د ولسونو ستونزو او غوښتنو ته په وخت رسېدنه کېږي او تر اړوند چارواکو به رسېږي.
بل لورت بیا د اومنې ولسوالۍ ولسونه د ا.ا.ا نظام د پکتیکا له رهبري څخه زیات خوشحاله دي چې د لومړي ځل لپاره یې په ولسوالۍ کې د پرمختګ ډبره ږدي.
دوی دغه راز له ولایتي ادارې او مرکز څخه غوښتنه کوي چې د اومنې محرومې ولسوالۍ چې په تېرو دولتونو کې ورته هیڅ کار نه دی شوی، د پوهنې، روغتیا، پرمختګ او بیا رغونې د برخو ترڅنګ دي په دې ولسوالۍ کې د پاکو اوبو رسونې او لویو لارو د جوړېدو چارې ترسره شي.
د یادونې ده چې د نوي نظام په راتلو سره د دې ولایت محرو مو ولسوالیو ته پاملرنه زیاته شوې او په بېلا بېلو برخو کې کار ورته کېږي.
۱۴۴۳/۳/۵
۲۰۲۱/۱۰/۱۱
۱۴۰۰/۷/۱۹