د پکتیکا والي: موږ خپلې کړې ژمنې په عمل بدلوو.

دغه څرګندونې د پکتیکا والي د دې ولایت ګوملې ولسوالۍ ته د کړي سفر پرمهال وکړې چې د آطلاعاتو او کلتور رئیس محمد آمین حذیفه او د یادې ولسوالۍ ولسوال عبدالوهاب فاروقي یې ملتیا کوله. د پکتیکا والي د دې ولایت ګوملې ولسوالۍ ته د کړي سفر پر مهال د نعمت اباد ولسوالۍ د اداري […]

دغه څرګندونې د پکتیکا والي د دې ولایت ګوملې ولسوالۍ ته د کړي سفر پرمهال وکړې چې د آطلاعاتو او کلتور رئیس محمد آمین حذیفه او د یادې ولسوالۍ ولسوال عبدالوهاب فاروقي یې ملتیا کوله.

د پکتیکا والي د دې ولایت ګوملې ولسوالۍ ته د کړي سفر پر مهال د نعمت اباد ولسوالۍ د اداري ودانۍ جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده او دغه ولسوالۍ یې خلکو ته په رسمیت ور وپېژندله. د پکتیکا والي محمد عسی یاسین  د نعمت اباد ولسوالۍ د اداري ودانۍ بنسټ ډبرې ښودلو پر مهال وویل: چې دوی د خپل ماموریت له پیل څخه تر پایه ژمن دي چې خپلې کړې ژمنې په عمل بدلې کړي او د دې ولایت محرومو او هغو ولسوالیو ته په بېلا بېلو برخو کې کار وکړي چې تر دې وړاندي ورته هیڅ کار نه دی شوی.

یاسین زیاته کړه چې د دې ودانۍ په جوړېدو سره به د یادې ولسوالۍ د ولسونو ګڼ شمېر ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي او حل لارې به ورته لټول کېږي. نوموړي وویل: د دغې ولسوالۍ چارې به اوس پیلېږي او په لنډه موده کې به په سم او لوړ کیفیت د اته ۸ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړېږي.

والي دغه راز د ګوملې ولسوالۍ له ولسونو سره د لویو لارو د جوړېدو او پاکو اوبو د لاسي بمبو په خاطر د لس لکه افغانیو نقدي مرسته هم وکړه.

د نعمت اباد ولسونو د پکتیکا له والي مننه وکړه چې د دوی ستونزې او غوښتنې له نېږدې واورېدې او وخت په وخت به ورته حل لارې لټوي.

مشرانو د یادې ودانۍ په جوړېدو خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په جوړېدو سره به یې ګڼ شمېر ستونزې حل شي.

د یادونې ده چې د نوي نظام په راتلو سره د دې ولایت په غیر رسمي او له ټولو اړخونو محرومو ولسوالیو کې چې تر دې وړاندي پکې کار نه دی شوی د پام وړ کړنې ترسره شوې دي.

۱۴۴۳/۳/۱۹

۲۰۲۱/۱۰/۲۶

۱۴۰۰/۸/۴