د وزیرانو شورا لخوا د مدارسو د اسنادو د معادلې او د مجاهدینو د رتبو د تثبیت په موخه پلاوی وټاکل شو

د وزیرانو شورا په غونډه کې د دیني مدرسو د اسنادو د معادلت و ارزیابي او د مجاهدینو د تیرو شلوکلونو جهادي خدمتونو او کاري تجربو پر بنسټ د رتبو د تثبیت په موخه یو څو کسیزه پلاوي ته دنده وسپارل شوه ترڅو په دې اړوند پر یوې طرحې کار وکړي. د دغه پلاوي مشري […]

د وزیرانو شورا په غونډه کې د دیني مدرسو د اسنادو د معادلت و ارزیابي او د مجاهدینو د تیرو شلوکلونو جهادي خدمتونو او کاري تجربو پر بنسټ د رتبو د تثبیت په موخه یو څو کسیزه پلاوي ته دنده وسپارل شوه ترڅو په دې اړوند پر یوې طرحې کار وکړي.
د دغه پلاوي مشري چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني صاحب په غاړه لري، د چارو ادارې معاون شیخ نورالحق صاحب، د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ نور الله صاحب او د عدلیې وزارت د عمومي حقوقو رئیس مولوي نورالله صاحب پکې غړيتوب لري.
یاد پلاوي نن خپله لومړنۍ ناسته د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني په مشرۍ لوړو زده کړو وزارت کې ترسره کړه.
په دې ناسته کې د دیني مدرسو د اسنادو د معادلت و ارزیابي او د مجاهدینو د تیرو شلوکلونو جهادي خدمتونو او کاري تجربو پر بنسټ د رتبود تثبیت د طرحې پر څرنګوالي هر اړخیز بحث وشو او ګډونوالو خپل نظرونه سره شریک کړل.
احمد تقي د لوړو زده کړو وزارت ویاند