د هلمند ولایت د صحي خصوصي سکتور دستونزو د حل په موخه غونډه وسوه:

  تېره ورځ د عامي روغتيا ریاست په نوښت دعامي روغتیا د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په موخه غونډه جوړه سوه. په غونډه کي دهلمند ولایت دعامي روغتیا ریاست، خصوصي سکتور مسؤلینو، عمده پلورونکو، درمل پلورونکو او د خصوصي روغتونونو مسؤلینو ګډون کړی درلود. دغونډي په پیل کي د برسۍ ټېم مسؤلینو وویل […]

 

تېره ورځ د عامي روغتيا ریاست په نوښت دعامي روغتیا د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په موخه غونډه جوړه سوه.

په غونډه کي دهلمند ولایت دعامي روغتیا ریاست، خصوصي سکتور مسؤلینو، عمده پلورونکو، درمل پلورونکو او د خصوصي روغتونونو مسؤلینو ګډون کړی درلود.

دغونډي په پیل کي د برسۍ ټېم مسؤلینو وویل ټوله عمده پلورنځۍ دي قانوني جواز تر لاسه کړي، د جواز د نه لرلو په صورت کي به قانوني چلند ورسره کیږي همدارنګه دي درملتونونه هم قانوني جواز له وزارت څخه تر لاسه کړي.

د عامي روغتیا رئيس ډاکتر سیداحمد (سعید) وویل چي د ټولو عمده پلورنځیو مسؤلین دي دعامي روغتیا ریاست سره هماهنګي ولري تر څو ټولني ته مؤثر خدمات وړاندي کړو.

همداراز د عامي روغتیا رئیس ډاکتر سعید وویل: موږ غواړو چی پر خپلو پښو ودریږو او غواړو چي هلمند ولایت کي یو روغتون فعاله کړو او هغه برخي فعاله کړو چي خلګ ورته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه چي ټول ډاکټران دي زموږ سره په اونۍ کي یوه یا دوې ورځي په وړیا ډول په همدې روغتون کي کار وکړي او خپله همکاري او همدردي دي ټولني ته وښيپ اوتر څنک دي دعمده پلورنځیو مسؤلین په درملو کي مرسته او همکاري وکړي.

ډاکتر اکبر د روغتونونو په نمایندګۍ وویل موږ له عامي روغتیا ریاست څخه مننه کوو چي زموږ لپاره یې دهماهنګی غونډه جوړه کړه او زموږ دمشکلاتو د حل له پاره هڅي کوي.

په پای کي دعامي روغتیا رئیس ډاکتر سعید له ټول خصوصي صحي سکتور څخه مننه وکړل او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ور کړ.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۶ هـ ق