د هلمند ولایت د سرې میاشتي ریاست اړوند د لومړنیو روغتیایي مرستو مدیریت لخوا ۴۶ تنه رضاکارانو ته روزنه ورکړل سوه:

  تېره ورځ د هلمند ولایت د سرې میاشتي ریاست اړوند د لومړنیو روغتیایي مرستو مدیریت لخوا ۴۶ تنه رضاکارانو ته چي ۲۳ تنه یې نارینه او ۲۳ تنه یې ښځینه وې روزنه ورکړل سوه. د سرې میاشتي رئیس مولوي فضل محمد (فضلي) په هدایت ۲۳ تنه نارینه او ۲۳ تنه ښځینه رضاکارانو ته د […]

 

تېره ورځ د هلمند ولایت د سرې میاشتي ریاست اړوند د لومړنیو روغتیایي مرستو مدیریت لخوا ۴۶ تنه رضاکارانو ته چي ۲۳ تنه یې نارینه او ۲۳ تنه یې ښځینه وې روزنه ورکړل سوه.

د سرې میاشتي رئیس مولوي فضل محمد (فضلي) په هدایت ۲۳ تنه نارینه او ۲۳ تنه ښځینه رضاکارانو ته د هلمند ولایت اړوند خلج، بست دښت، علاوالدین کلا، مانده کلي، پُزه کلي او کنګل کلي رضاکارانو ته د ساري ناروغیو د کنټرول او کرونا ناروغۍ د خطراتو او مخنیوي تر عنوان لاندي د(ایکو) سازمان په مالي لګښت یو ورځني ورکشاپ وړاندي سو.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۹ هـ ق