د هلمند اوسیدونکي وایي چي د کاپي شاپونو بندیدو ځوانان له نشې او بدو اعمالو را وګرځول

د هلمند اکثره اوسیدونکي وايي : د کاپي شاپونو په بندیدو سره ځوانان له نشې ، بداخلاقۍ او نورو ناوړه اعمالو څخه وژغورل سو. د هلمند ردو پر غاړه ، کارته لګن ، څلويښت متره او ځینو پارکونو کي د کاپي شاپونو په نوم هټۍ وې ، چي کرۍ ورځ به ځوانان ورتلل ، او […]

د هلمند اکثره اوسیدونکي وايي : د کاپي شاپونو په بندیدو سره ځوانان له نشې ، بداخلاقۍ او نورو ناوړه اعمالو څخه وژغورل سو.

د هلمند ردو پر غاړه ، کارته لګن ، څلويښت متره او ځینو پارکونو کي د کاپي شاپونو په نوم هټۍ وې ، چي کرۍ ورځ به ځوانان ورتلل ، او هلته به يي د چلمونو او نورو نشو په څکولو لاس پوري کاوه ، سره له دې به يي داسي اعمال هم ترسره کول ، چي هم د ټولني ، او هم د اسلامي شریعت سره په ټکر کي وه.
د هلمند اوسیدونکي وايي : دا چي اوس د اسلامي امارت له خوا کاپي شاپونه تړل سوي ، نو دوی د دغه اقدام ستاینه کوي وايي : په دې سره د اکثره تنکيو او پخو ځوانانو ژوند له نشو او نورو ناوړه اعمالو څخه وژغورل سو.
وايي دې ډول چارو کي د اسلامي امارت اقدامات د خلکو په ګټه دي ، او ملاتړ يي کوي.

اوس مهال د لښکرګا ښار په بېلابېلو برخو کي خلک خپل عادي چاري پرمخ وړي ، او له ډاډمن امنیت څخه برخمن سوي دي.
د هلمند ځايې مسئولین هڅه کوي ، چي د خلکو د ښه ژوند او د هغوی لپاره د حلال کاروبار لپاره زمینه برابره کړي ، ترڅو ځوانان پر بوخت سي ، او د کاپي شاپونو ، او نورو لهو لعب ځایونو ته ورتګ مخه يي ونیول سي.
د لښکرګا ښار اوسیدونکو ملي رادیو تلوېزون ته وویل چي همدا امنیت دی ، چي خلکو ته د کار ، تعلیم ، او تجارت زمینه برابروې ، او له ځوانانو غواړي ، چي نور د کاپي شاپونو او یا دې ورته ځایونو د ورتګ پر ځآی کار او روزګار لوري ته مخ واړوي.

د یادوني وړده چي ، څو اونۍ وړاندي د اسلامي امارت منسوبینو د خلکو په غوښتنه د لښکرګا ښار ټول هغه کاپي شاپونه ، چي ځوانان به د نشو او نورو ناوړه بانډارونو او لهو لعب لپاره ورتلل ، بند کړه.

نېټه:۱۴۴۳/۹/۹ هــ ق