د میدان وردګ نوي والي  له مسوولینو سره د پېژندنې او همغږۍ غونډه وکړه.

د میدان وردګو نوي والي ښاغلي الحافظ محمد امین عمري د رییسانو، ولسوالانو، قومندانانو او دلګۍ مشرانو سره د ولایت مقام، په غونډو تالار کې د پېژندنې او همغږۍ په پار لومړنۍ خپلمنځي غونډه وکړه. یادې غونډې ته په وینا کې، ښاغلي الحافظ محمد امین عمري وویل: «د یاد ولایت مجاهدینو د شل کلن اشغال […]

د میدان وردګو نوي والي ښاغلي الحافظ محمد امین عمري د رییسانو، ولسوالانو، قومندانانو او دلګۍ مشرانو سره د ولایت مقام، په غونډو تالار کې د پېژندنې او همغږۍ په پار لومړنۍ خپلمنځي غونډه وکړه.
یادې غونډې ته په وینا کې، ښاغلي الحافظ محمد امین عمري وویل: «د یاد ولایت مجاهدینو د شل کلن اشغال پر وخت، په جهادي بهیر کې داسې کارنامې د تاریخ په پاڼو کې ثبت کړې، چې راتلونکي نسلونه به پری ویاړي او د دوی له پاره به لوی درس وي.»
ده مسوولین د خپلو مسوولیتونو درک ته متوجه/ وهڅول او د مشرتابه بشپړ اطاعت ته یې راوبلل؛ په خبره یې: د مشرتابه د فرامینو په عملی کولو کې به نهایي هڅه کوئ.
مرستیال والي شیخ الحدیث شیراحمد حقاني د امنیت پر لاټینګښت ټینګار وکړ او مسوولینو ته یې د خپلمنځي مشورو په اړه هر اړخیزه خبرې وکړې.
په پای کې د مسوولینو په استازیتوب د امربالمعروف/ نهی عن المنکر رییس قاري محمدعالم ناصح خبرې وکړې؛ ده مشرانو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل، په سختۍ او آسانۍ کې مو اطاعت کړی او کوو یې.
ده هم مسوولین له خلکو سره ښه چلند ته هڅول؛ په وینا یې: هیوادوال مو زیات کړېدلي، باید په ورین تندی یې خدمت وکړو.