د میدان وردګ: د جغتو په امام ابوحنیفه ګربت لېسه کې له ۱۲ ټولګي د ۶۷ زده کوونکو د فراغت په ویاړ غونډه ترسره شوه.

یادې غونډې ته د سېمې علماءکرام، قومي مشران، استادان، ګڼ شمېر محصلان او د علم تږي راغلي وو. علماوو په وینا کې د پوهې په ارزښت هر اړخیزه خبرې وکړې او د سېمې خلک یې وهڅول، چې خپل بچیان د علم په ګاڼه سمبال کړي تر څو د نړیوالو سره سیال شي. د سېمې مشرانو […]

یادې غونډې ته د سېمې علماءکرام، قومي مشران، استادان، ګڼ شمېر محصلان او د علم تږي راغلي وو.

علماوو په وینا کې د پوهې په ارزښت هر اړخیزه خبرې وکړې او د سېمې خلک یې وهڅول، چې خپل بچیان د علم په ګاڼه سمبال کړي تر څو د نړیوالو سره سیال شي.

د سېمې مشرانو او د زده کوونکو والدینو هم، د یادې لېسې د اداري او تدریسي پرسونل هڅې وستایلې په وینا یې ستاسو برکت دی، چې اوس مو اتیا سلنه ځوانان د پوهې له نعمت برخمن دی.

یاده لېسه، چې د ګربت د مشهور غره په لمن کې موقعیت لري، له ډیر وخته یې په سیمه کې د علم ډیوه بله ساتلې.

د لېسې مدیر سیدالرحیم محمدي وایي: له ۱۳۷۷ ـ ۱۴۰۰ لمریز کاله له نوموړې لېسې په څلورو دورو کې ۱۲۹۲ زده کوونکي د دولسم په سویه له زده کړو فارغ او تر دې دمه یې ۱۱۸۵ فارغینو د کانکور له لارې بېلابېلو پوهنځیو ته لاره موندلې ده.