د مهترلام ښاروال په مشرۍ د ښاروالۍ اداري ناسته ترسره شوه

په پیل کې د قران کریم تلاوت ترسره شوه او د پرانیستې وینا مهترلام سرپرست ښاروال مولوي عبیدالله ثاقب وکړ ټولو ته یې ښه راغلاست ووایه او د تیر اداري مجلس د ورکړل شویو دندو د اجرااتو او پرمختګ راپور یې له اړوندو امریتونو څخه واوردیده . ورپسې د اجندا مطابق اداري مجلس پیل شو […]

په پیل کې د قران کریم تلاوت ترسره شوه او د پرانیستې وینا مهترلام سرپرست ښاروال مولوي عبیدالله ثاقب وکړ ټولو ته یې ښه راغلاست ووایه او د تیر اداري مجلس د ورکړل شویو دندو د اجرااتو او پرمختګ راپور یې له اړوندو امریتونو څخه واوردیده .

ورپسې د اجندا مطابق اداري مجلس پیل شو لومړې د مهترلام ښاروالۍ پورې د اړوندو مارکیټونو د کرایو د ورکړې په موخه د عوایدو مدیریت خپلې ستونزې واورولې او تصمیم ونیول شو تر څو ټول هغه مارکیټونه چې له مهترلام ښاروالۍ څخه پوروړي دي باید د دوکانونو مالکین یاد پورونه پرې کړي چې د عوایدو په واسطه یې ښاریانو ته خدمات وړاندې شي.

همدارنګه هغه سرکونه چې د مهترلام ښار په داخل کې داغ ګیري ته ضرورت لري عملآ یې د کټینګ کارونه روان او یوې کميټي ته دنده وسپارل شوه تر څو په دوامداره توګه ورڅخه نظارت وکړي .

تر څنګ یې هغه عرایض چې د غصب په تړاو مربوطه نواحیو ته د ښاریانو له لوري رسیدلي باید ژر تر ژره ورته رسیدنه وشي.

تر څنګ يې د ښاروالۍ ریاست د ماشینري او نور عراده جات چې ترمیم ته ضرورت لري باید ورغول شي او په ښار کې د کثافاتو انتقال ته چمتو اووسي .

په پای کې د یو لړ تصامیمو په نیولو سره ناسته پای ته ورسیده

۱۴۴۰/۸/۱۰