د معادن او پطرولیم وزیر او د اطلاعات او کلتور مرستیال د مس عینک له کان څخه لیدنه وکړه

تیره ورځ د ااا د معادن او پطرولیم سر پرست وزیر الحاج ملا محمد عیسی اخند، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سر پرست معین مولوي سعدالدین سعید او مل پلاوي د میس عینک د معدن څخه د ( M C C) کمپنۍ د کابل مسؤل صفت الله رحیمي په ګډون لیدنه وکړه. د پروژی د […]

تیره ورځ د ااا د معادن او پطرولیم سر پرست وزیر الحاج ملا محمد عیسی اخند، د اطلاعاتو او کلتور وزارت سر پرست معین مولوي سعدالدین سعید او مل پلاوي د میس عینک د معدن څخه د ( M C C) کمپنۍ د کابل مسؤل صفت الله رحیمي په ګډون لیدنه وکړه.
د پروژی د تفصلی ارزیابی وروسته د کار عاجل پیل کیدو او نورو ذي ربطه موضوعاتو په اړه مشترک مجلس جوړ شو.
الحاج ملا محمد عیسی اخند له ښاغلی رحمیي څخه و غوښتل چې یاده کمپنۍ باید په لنډ وخت کې خپل کار بیرته پیل کړي تر څو خلګو ته د کار زمینه برابره شي.
ښاغلي رحمیي د ااا د معادین او بطرولیم سر پرست وزیر او د اطلاعاتو او کلتور د معین په راتګ او په عین حال کې د ااا د مجاهدینو د ښه امنیت په راتلو خوښي وښو ده.
ښاغلی رحیمي د کار د پیل په برخه کې ژمنه وکړه چې موږ کوشش کوو ، په لنډو ورځو کې زموږ مسؤلین کابل ته راسي او له ااا سره په هماهنګي خپل کار پیل کړي

ښاغلي رحیمی ته د هر رنګه مرستی، همکاري او امنیت ساتلو ډاډ ورکړل شو او ژمنه وشوه، چې له تاسو سره به د مشکلاتو په حل کی پوره مرسته او کومک کیږی ان شاء الله تعالي
دغه راز له تاریخي اثارو. باستاني سیمو او هلته له جوړ شوي موزیم څخه هم لیدنه وشوه او تصمیم ونیول شو، چې د یو خاص میکانیزم له لاری یی حفاظت او انتقال وسې تر څو معدن کاري ته لاره هواره او کارونه په ښه ترتیب مخته ولاړسی.