د مرکز اسعد اباد دمکلي قومي مشرانو د کونړ والي د هڅو قدرداني ترڅنګ ولایتي ادارې ته د همکاریو ډاډ ورکړ

د کتنې پرمهال د دمکلي اسلامي او اصلاحي شورا استازو د ا.ا څخه د خپل بشپړ ملاتړ څرګندولو سربېره فقر سره د مبارزې او بشري مرستو راجلبولو په برخه کې د ولایتي ادارې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه. د کونړ والي شیخ الحدیث محمد قاسم خالد وویل، د ا.ا م ج ا. هدینو د ولس […]

د کتنې پرمهال د دمکلي اسلامي او اصلاحي شورا استازو د ا.ا څخه د خپل بشپړ ملاتړ څرګندولو سربېره فقر سره د مبارزې او بشري مرستو راجلبولو په برخه کې د ولایتي ادارې د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

د کونړ والي شیخ الحدیث محمد قاسم خالد وویل، د ا.ا م ج ا. هدینو د ولس له غېږ مبارزه شروع کړې او دغه فتحه مبین د افغانانو ګډ افتخار دی.

هغه وویل، دین او د ولس عمومي منافع یې لومړیتوب دی، هڅه کوي چې د خلکو شریعي حقوق خوندي او په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

همدا راز کونړ والي په امنیتي برخو کې د قومونو ونډه مهمه یاده کړه او ترې ویې غوښتل چې په خپلو سیمو کې د بشپړ امنیت تامین په لاره کې له امنیتي مسوولینو سره همکارۍ پراخه کړي.