د مخالفینو هغه تبلیغات درواغ ول چې طالبان مطبوعاتي چارې له بهر کنترولوي.

دغه څرګندونې د ا.ا.ا پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد آمین حذیفه له خبریالانو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې. د دنګو غرونو پر سر له دغې خټینې خونې د طالبانو د همغږۍ او اړیکو ټینګولو ټولې چارې اداره کېدې. د پکتیکا ولایت اړوند خیرکوټ ولسوالۍ د دنګو غرونو پر سر یوه خټينه […]

دغه څرګندونې د ا.ا.ا پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد آمین حذیفه له خبریالانو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

د دنګو غرونو پر سر له دغې خټینې خونې د طالبانو د همغږۍ او اړیکو ټینګولو ټولې چارې اداره کېدې.

د پکتیکا ولایت اړوند خیرکوټ ولسوالۍ د دنګو غرونو پر سر یوه خټينه او په عادي ډول جوړه شوې جونګړه د ا.ا.ا د پکتیکا ولایت مسؤلینو د اطلاع رسونې، له پېښو د خبراوي او د طالبانو د مسؤلینو، ډلګۍ مشرانو او نورو ادارو تر منځ د شل کلن ستړي مزل د همغږۍ مهم مرکز و.

د یاد رسنیز مرکز مسؤل بلال حذیفه چې اوس مهال د ا.ا.ا له لوري د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ټاکل شوی، په تشو امکاناتو او سختو شرايطو کې د ربيټر په وسيله د مخابرو او نورو اړيکو نښلولو مسؤلیتونه هم پر غاړه لرل.

له یاد مرکز به د پکتیکا ولایت اړوند پېښې او خبرونه له دې لوړې څوکې د هېواد پر کچه د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ته رسول کېدل.

دغه مرکز د پکتیکا مېشتو طالبانو له لوري د خیرکوټ ولسوالي پاینده خېلو د کونک سیمې په ډېره لوړه څوکه کې فعال شوی و او له مرکز ښرنې سره لسګونه کیلو متره فاصله لري.

ورغلې لاره یې له سختو هسکو او ژورو تېره شوې، چې هر څوک نه شي کولی په اسانۍ سره پرې تګ راتګ وکړي.

له یادې جونګړې سره نږدې کلی او په ټوله کې هیڅ انسانان شتون نه لري، هوا یې یخه او لار یې غرنۍ ده.

د پکتيکا د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد آمين حذيفه په دې اړه باختر خبري اژانس ته وويل: چي د ا.ا.ا. د خپلو ورځنيو کارونو د پرمختګ او همغږۍ لپاره یې له دې خټینې جونګړې کار اخيست او ټولې اړيکې یې له دغه مرکز څخه کنترولولې.

حذیفه زیاته کړه: یاد مرکز د پکتيکا ولایت د مرکز او ولسواليو د ټولو مسؤلينو او مجاهدينو تر منځ د اړیکو ټینګولو ځای و او ټولې ورځنۍ کړنې به یې پر خپل وخت له ز بيح الله مجاهد سره شريکولې.

هغه وويل(( موږ د غره په يوه لوړه څوکه کې جونګړه جوړه کړې وه، اوبه مو په شاه وړې، ډيری وخت به ډوډۍ نه وه، خو موږ به خپل کار ته ادامه ورکوله، موږ هڅه کړه چي د خپل مسؤل له لوري ورځني معلومات له رسنيو سره شريک کړو، څو هغوی هم درک کړي چي موږ ته په درنه سترګه کتل کېږي او معلومات په خپل وخت را سره شريکېږي، سختې ورځې مو تيرې کړې چاپو او د بې پيلوټه بريدونو څخه به وخت نا وخته ويرېدلو خو خپل کارونه به مو پر مخ وړل.))

نوموړي دغه راز د مخالفینو هغه تبلیغات چې ګویا د طالبانو مطبوعاتي چارې له بهر کنترولېږي، درواغ وګڼلې او په وینا یې چې دوی به ورسپارل شوې ټولې چارې له دې ځایه اداره کولې.

د يادونې وړ ده، چې د ا.ا.ا. د شریعت غږ په نوم یوه اېف اېم راډیو هم فعالیت درلود چې ځای ځایګی یې معلوم نه و، خو نشرات به یې په ښه کیفیت په ډېری سیمو کې اورېدل کېدل.

ویل کېږي، چې یادې راډیو هم د پکتیکا ولایت له غرنیو سیمو بېلابېلې ټولنیزې، اصلاحي او تر ډېره دینې خپرونې وړاندې کولې.

۱۴۴۳/۳/۷