نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن مخکې له غرمې مطیع الله روحاني د کندوز اطلاعاتو او کلتور رییس په داسې حال کې چې نعمت الله صافی د فرهنګ او هنر آمر او خبریالانو یې ملتیا کوله؛ په لومړي ځل د کندوز حاجي شهید له تاریخي جومات څخه لیدنه وکړه. د دې لیدنې په ترڅ کې د سیمو اوسېدونوکو د حاجي […]
نن مخکې له غرمې مطیع الله روحاني د کندوز اطلاعاتو او کلتور رییس په داسې حال کې چې نعمت الله صافی د فرهنګ او هنر آمر او خبریالانو یې ملتیا کوله؛ په لومړي ځل د کندوز حاجي شهید له تاریخي جومات څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې په ترڅ کې د سیمو اوسېدونوکو د حاجي شهید مسجد پر بیارغونې ټینګار وکړ او زیاتهیې کړه چې په تېر حکومت کې د دغه تاریخي جومات بیارغونې پیل شوې وې؛ خو له بده مرغه د مسوولینو له بې غوریو له امله د یاد جومات کار ۱۷سلنه پرمخ ولاړ او نور په ټپه ودرېدو.
دغه راز مطیع الله روحاني د کندوز اطلاعاتو او کلتور رییس د حاجي شهید جومات د لیدنې پر مهال له باختر خبري آژانس سره په خبرو کې وویل چې د دغه جومات د بیارغونې چارې ۱۷ سلنه پرمختګ کړی خو د تېر حکومت بې غورۍ له امله د یاد جومات چارې په ټپه درېدلي. ښاغلي روحاني د دغې سیمې اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې موږ به هڅه وکړو ترڅو د هغو قراردادي شرکتونو مسوولینو سره خبرې وکړو چې د دغې جومات چارې بیاځلې پیل کړي.
دغه راز نعمت الله صافی د کندوز اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او هنر آمر بیا وایي چې د حاجي شهید تاریخي جومات په دغه ولایت کې ۳۶۰ کاله عمر لري؛ دد په وینا کندوز ولایت کې د حاجي شهید جومات هم یو له تاریخي آبدو څخه ده.
د یادولو وړ ده چې په کندوز ولایت کې څه د پاسه ۲۰ پېژاندل شوې تاریخي سیمې شتون لري.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.