د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د نورستان ولایت د علماوو شوری هم جوړه شوه

الاماره ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲ د شرعي نصوصو له مخې د اسلامي نظام د استحکام او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د نورستان ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان […]

الاماره ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲
د شرعي نصوصو له مخې د اسلامي نظام د استحکام او پرمختګ لپاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د نورستان ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده حفظه الله د فرمان پر اساس په لاندي نومونو علماء کرام او متنفذین د نورستان ولایت د علماوو شوری د مسئولینو او اعضاوو په توګه وټاکل شول.
محترم شیخ صاحب محمد انور د نورستان ولایت د علماوو شوری د رئیس، محترم شیخ صاحب محمد علي د شوری د مرستیال، محترم مفتي صاحب محمد موسی د شوری د غړي او مالي او ادري مسئول، محترم شیخ صاحب حبیب الرحمان، محترم مفتي صاحب امان الله، محترم شیخ صاحب نجیب الله، محترم مولوي صاحب شاکر، محترم شیخ صاحب محمد قائم، محترم مولوي صاحب عبد العلي، محترم شیخ صاحب عبد الرحمان، محترم مولوي صاحب مصباح الدین، محترم مولوي صاحب تاج الدین، محترم مولوي صاحب عبد الرحیم او محترم مولوي صاحب حبیب الله د نورستان ولایت د علماوو شوری د اعضاوو په توګه و ټاکل شول.
دغه راز د نورستان ولایت د علماوو شوری مسئولین او اعضاء مکلفیت لري چي له خپلي لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولایت مسئولین مکلف دي، چي د علماوو شوری پر مشورو باندي د دوی د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره کوښښ وکړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۱۴۴۵/۳/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۶ هـ ش ۲۰۲۳/۹/۱۷ م