د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس د میدان وردګ  ولایت د علماوو شوری جوړه شوه

الاماره ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲) د اسلامي نظام د لا ټینګښت او پرمختګ لپاره  له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د میدان وردګ ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزااده حفظه الله د فرمان له مخې په لاندې […]

الاماره ۱۴۴۵ ربیع الاول ۲)

د اسلامي نظام د لا ټینګښت او پرمختګ لپاره  له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً د میدان وردګ ولایت د چارو د ښه سمون په موخه د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزااده حفظه الله د فرمان له مخې په لاندې نومونو علماء کرام او متنفذین د میدان وردګ ولایت د علماوو شوری د مسئولینو او اعضاوو په توګه وټاکل شول.
محترم مولوي صا حب عبدالهادي د میدان وردګ ولایت د شور د رئیس په توګه، محترم مولوي صاحب محمد عابد د شور د مرستیال په حیث او محترم مولوي صاحب روح الله د شوری د عضوې او اداري او مالي مسئول په توګ و ټاکل شول.
دغه راز محترم مولوي صاحب محمد الله، محترم مولوي صاحب محمد حلیم، محترم مولوي صاحب عبد الرشید، محترم مولوي صاحب امین الله، محترم مولوي صاحب نور الله، محترم شیخ صاحب اسد الله، محترم مولوي صاحب عبد الر‌ؤف، محترم مولوي صاحب رحمت ګل، محترم شیر محمد اخندزاده، محترم مولوي صاحب همایون، محترم مولوي صاحب محمد ناصر او محترم مولوي صاحب مجاهد الله د یادې شوری د غړیو په توګه و ټاکل شول.
د میدان وردګ ولایت د علماوو شوری مسئولین او اعضاء مکلفیت لري چي د خپلي لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د ښه سمون لپاره او د محول شویو موضوعاتو په هکله د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولایت مسئولین هم مکلف دي، چي د علماوو شوری پر مشورو باندي د دوی د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره کوښښ وکړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند
۱۴۴۵/۳/۲ هـ ق
۱۴۰۲/۶/۲۶ هـ ش ۲۰۲۳/۹/۱۷ م