نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فتحو په ګړندي بهیر کې پرون د میدان وردګ ولایت سیداباد مهمې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندان او ټول ملحقات یې د مزدور دښمن له وجود څخه تصفیه او د مجاهدینو لاسته ولوېدل. د راپور له مخې د دې مراکزو تر څنګ د مزدوري اردو کنډک چې وړاندې یې لا په منځ کې د وسلو […]
د فتحو په ګړندي بهیر کې پرون د میدان وردګ ولایت سیداباد مهمې ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندان او ټول ملحقات یې د مزدور دښمن له وجود څخه تصفیه او د مجاهدینو لاسته ولوېدل. د راپور له مخې د دې مراکزو تر څنګ د مزدوري اردو کنډک چې وړاندې یې لا په منځ کې د وسلو ډیپو اور اخیستی وو د ۱۹۰ عسکرو په تسلیمېدو سره له پریمانه وسلو او مهماتو سره یو ځای د مجاهدینو لاسته لوېدلی دی.
په دې برسېره له مزدور دښمن سره نښته کې ۶ مزدور عسکر وژل شوي، ۷ ژوبل شوي، ۳۰ ټانکونه، ۲۰ رینجر موټر، ۱۵ کاماز موټر، ۳۰۰ میله وسله، ۱ ډیسي توپ او په پراخه پیمانه مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.
د یو بل خبر له مخې پرون ماښام د یادې ولسوالۍ په بازار کې د یوې پوستې عسکرو وسله په ځمکه ایښې، ۱۱ تنو یې له ۱۲ میله وسلې، ۱ ثقیل، ۱۱ میله کلاشنکوفونو او بې شمېره مهماتو سره ځانونه مجاهدینو ته سپارلي دي.
27/06/2021
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.