د سيمه ایزې اجماع نغاره چیان څه شول؟!

ليکوال: م. جمیل باور ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ ( د نومبر په ۹مه) د روسيې په پلازمينه مسکو کې د افغانستان د نژدې دوه لسزيز بحران د پای ته رسولو په موخه يو کانفرانس جوړشي. دې کانفرانس  کې د ګډون لپاره د سيمې هيوادونو: چين، پاکستان، ايران هندوستان افغانستان ته بلنليکونه […]

ليکوال: م. جمیل باور

ټاکل شوې چې د راتلونکې جمعې په ورځ ( د نومبر په ۹مه) د روسيې په پلازمينه مسکو کې د افغانستان د نژدې دوه لسزيز بحران د پای ته رسولو په موخه يو کانفرانس جوړشي.

دې کانفرانس  کې د ګډون لپاره د سيمې هيوادونو: چين، پاکستان، ايران هندوستان افغانستان ته بلنليکونه ليږل شوي، دغه راز امریکا او د افغانستان  اسلامي امارت، چې د جګړي مهم طرفونه دي، هغوی هم کانفرانس ته  بلل شوي.

دا هماغه کانفرانس دی چې تېر سیپتمبر میاشت کې کيدونکی و، اسلامي امارت چې په خپله پاليسي او پرېکړو کې خپلواک دی، ملي ګټو ته پام سره ياد کانفرانس کې د ګډون بلنه منلې وه. او امریکا هغه مهال لا  د روسيې په ابتکار جوړ کانفرانس کې له برخې اخيستلو انکار کړی و.

افغان حکومت چې خپلواک نه دی او ملي ګټو ته په پام پریکړې نشي کولی، هغه مهال يې لومړی د نه ګډون پرېکړه کړې وه؛ خو وروسته يې په غوښتنه روسیې کانفرانس وځنډاوه.

 بې واکه حکومت په دې موده کې ډېرې هڅې وکړې، چې د ياد کانفراس مدیریت خپل کړي خو بريالی نشو.

اوس دادی د کانفرانس جوړېدو ته څو ساعتونه پاتې دي، اسلامي امارت يو ځل بيا د ګډون پرېکړه کړې، خو په څرګند ډول يې ويلي دي چې ګډون يې په دې معنا نه دی چې له چا سره دې د سولې اړوند مستقیمې خبرې وکړي، بلکې د اشغال د پای ته رسولو او تلپاته امن لپاره به خپل دريځ نړۍ ته روښانه کړي.

د ارګ په ګدۍ له ناستو غبرګو مشرانو يې يوه (ډاکټر اشرف غني) هر وخت د افغان بحران پای ته رسولو لپاره د سيمه ايزي اجماع رامنځ ته کېدل اړين بلل او دا يې د خپل حکومت لويه لاسته راوړنه ګڼله چې د سيمې هيوادونه په يوه خوله د افغان حکومت د صلحې له طرحې ملاتړ کوي.

نن چې د رښتیا ميدان شو، د سيمې هيوادونه د افغان بحران د حل په هکله سره جرګه کيږي، هغه د سيمه ايزې اجماع نغاره چيان څه شول؟!

که څه هم ډېری حکومت پلويو سياسيونو او د ولسي جرګې د بهرنيو اړيکو کميسيون حکومت ته په لوړه کچه د يو باصلاحيته هيئت د ګډون توصيه وګړه او نه ګډون یې په سياسي او ډيپلوماتيکه برخه کې د حکومت ناکامي وګڼله.

خو حکومت له دې امله چې له يوه لوري پرې امريکايي فشار و او له بل لوري یې رښتینې صلحې ته د رسیدو قوي اراده نه لرله، ياد کانفرانس ته د خپلو استازو له ليږلو انکار وکړ، او د دې لپاره چې په سيمه ايزه کچه له يو مخيزې انزوا څخه ځان وباسي، د بې صلاحيته سولې شورا د څلور کسيز پلاوي د ګډون اعلان يې وکړ، چې د خپل څرګند شرم د پټولو لپاره يوازې د اوړو د پوزې معنا لري.

د دې پوښتنې ځواب به، چې ياد کانفزانس به د افغان بحران په حل کې ترکومه ځایه بريالی وي؟ راتلونکي ته پرېږدو خو يوه خبره خورا څرګنده ده، هغه دا چې په دې سره به اسلامي امارت په نړۍ واله کچه ځان ته په سياسي او ډيپلوماتيک ډول رسما ځای پيدا کړي، چې واقعا ستره بريا ده.