د سره صلیب استازي وایي له افغانانو سره به ګڼ شمېر بشري مرستې ترسره کړي.

دغه څرګندونې په افغانستان کې د سره صلیب یا ICRC نړیوالې کمېټې استازو نن د پکتیکا له والي سره په ناسته کې وکړې. په افغانستان کې د سره صلیب یا ICRC نړیوالې کمېټې استازو نن د پکتیکا له والي محمد عسی یاسین سره ناسته وکړه او زیاته یې کړه چې دوی به د پکتیکا په […]

دغه څرګندونې په افغانستان کې د سره صلیب یا ICRC نړیوالې کمېټې استازو نن د پکتیکا له والي سره په ناسته کې وکړې.
په افغانستان کې د سره صلیب یا ICRC نړیوالې کمېټې استازو نن د پکتیکا له والي محمد عسی یاسین سره ناسته وکړه او زیاته یې کړه چې دوی به د پکتیکا په شمول د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې خپلې بشري مرستې پیل کړي.
دوی وویل: تر دې وړاندي یې هم د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې له بې وزلو او اړمنو کسانو سره د خوراکي، غیر خوراکي توکو او نورو برخو کې اړینې مرستې ترسره کړې دي.
د پکتیکا والي محمد عسی یاسین د یادې کمېټې له استازو څخه د مننې تر څنګ غوښتنه وکړه چې افغانان په بد وضعیت کې دي او له دوی سره دي په بېلا بېلو برخو کې زیاتې مرستې ترسره شي.
یاسین دغه راز زیاته کړه: چې دوی تل هڅه کوي چې ګڼ شمېر نړیوالې موسسې راجلب کړي څو د هېواد د اړمنو او بې وزلو کسانو لاسنوی وکړي او له دوی سره وخت په وخت اړینې مرستې ترسره کړي.
د دوی په خبره چې د سره صلیب یا ICRC نړیوالې ټولنې تر دې وړاندي هم د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې خپلې بشري مرستې ترسره کړې دي.
۱۴۴۳/۳/۷
۲۰۲۱/۱۰/۱۳
۱۴۰۰/۷/۲۱