د (ثالث عمر) په نوم کتاب په تاریخي محتوا او ښکلي ډيزاین له چاپ څخه را ووت

د افغانستان د اسلامي امارت د مؤسس مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د ژوند او کارنامو په اړه مستند او مفصل کتاب د ( ثالث عمر) په عنوان له چاپ څخه راوتلی دی. په دې کتاب کې د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د ژوند ټول اړخونه، لکه ابتدائي حالات، زده کړې، […]

د افغانستان د اسلامي امارت د مؤسس مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د ژوند او کارنامو په اړه مستند او مفصل کتاب د ( ثالث عمر) په عنوان له چاپ څخه راوتلی دی.
په دې کتاب کې د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د ژوند ټول اړخونه، لکه ابتدائي حالات، زده کړې، د کورنۍ احوال، د روسي یرغل خلاف جهاد او څو ځله ټپي کیدل، په کندهار کې د مستقلې جهادي جبهې رهبري، د تنظیمي هرج و مرج په دوره کې مدرسه جوړول، ورپسې د ملوک الطوائفي او فساد په وړاندې قیام او د اسلامي امارت بنسټ ایښودل، د اسلامي شریعت نفاذ او بیلابیل دیني او عمراني خدمتونه، د مرحوم ملا صاحب بیلابیل مواقف، د امریکا پر خلاف جهاد او تر وروستي مرض او وفات پورې تقریبا ټول احوال راغلي دي.
دغه کتاب نه یوازې د مرحوم امیر المؤمنین ژوند احتوا کوي، بلکې د اسلامي امارت تاریخ هم دی او ډیرې هغه خبرې په کې روښانه شوې دي چې تر دې وړاندې پټې پاته وې او یا یې د دښمنانو لخوا د تحریف هڅې کیدلې.
دغه کتاب د هر چا لپاره خصوصا لیکوالانو، تاریخ لیکونکو، سیاسي مبصرینو او د هیواد فرهنګي قشر ته یوه قیمتي ډالۍ ده، تر څو یې ترلاسه او له محتویاتو یې ځان خبر کړي.
په کتاب کې ټوله هڅه شوې چې پيښې په پوره دقت او استناد راوړل شي، اکثره پیښې د حوادثو له بالمشاهده راویانو څخه په استناد نقل شوي دي او له مبالغې په کې پرهیز شوی. د دې کتاب لوستل د هغو بهرنیو څیړونکو او لیکوالانو لپاره هم اړین دي چې د افغانستان د اسلامي امارت په اړه د رښتینو معلوماتو له فقر سره مخ دي.
دغه کتاب چې اصلي نسخه یې په پښتو ژبه ده د مرحوم امیرالمؤمنین د وفات د اتم تلین په مناسبت به ډير ژر په لویه پیمانه خپور او تر مینه والو ورسیږي، او ورپسې به یې دري/ فارسي، عربي، انګلیسي او د نورو ژبو نسخې هم نشر شي. ان شاءالله تعالی

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۲/۹/۱۴۴۲هـ ق
۴/۲/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/4/24م