د ترکیې هیواد له لوري هلمند کي د ۷۵۰ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو دمرستي دکارتونو د وېش لړۍ پای ته ورسېدل:

  تېره ورځ د یادي مرستي د کارتونو وېش د سرې میاشتي په همکارۍ د ترکیې هیواد له خوا د نادعلي ولسوالۍ د لوی باغ، زرغون کلي، سید آباد کلي، واشېریانو کلي، نور محمد خان کلي، د شاول دښت، دګروپ شش او ماتکي ددښت سیمو غریبو اوسېدونکو ته ورکړل سوه. د یادو کلیو او سیمو […]

 

تېره ورځ د یادي مرستي د کارتونو وېش د سرې میاشتي په همکارۍ د ترکیې هیواد له خوا د نادعلي ولسوالۍ د لوی باغ، زرغون کلي، سید آباد کلي، واشېریانو کلي، نور محمد خان کلي، د شاول دښت، دګروپ شش او ماتکي ددښت سیمو غریبو اوسېدونکو ته ورکړل سوه.

د یادو کلیو او سیمو اوسېدونکو ته د خوراکي توکو د مرستي د کارتونو په وېش کي کونډي، یتیمان، معیوبین او بې وزله کورنۍ شاملي دي چي د توزیع په بهیر کې یې د سرې میاشتي استازي محمد ولي همت، مدیر سید احمد شاه اغا، د نشراتو مسؤل او کارمندانو ګډون درلود.

د یاد کارتونو د وېش پر مهال مسؤلینو باختر آژانس ته وویل،چي ټولي یې مستحقي کورنۍ سروې او په نښه کړي او نن یې د روژې مبارکي میاشتي په مناسبت یادو کورنیو ته توزیع کړل:*

نېټه: ۱۴۴۳/۹/۲۶ هـ ق