د بغلان مختلفو ولسوالیو کې ۱۹۸ عسکر تسلیم، جلګه کې ۲۰ ګوډاګیان له ګڼو وسلو سره ژوندي ونیول شول

د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او ځایي مجاهدینو په ګډ زیار په تېرو څو ورځو کې د بغلان ولایت په مختلفو ولسوالۍ کې د مزدور رژیم ۱۹۸ عسکر د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول. دوی ټولو په تېرو اعمالو […]

د دعوت او ارشاد کمیسیون د مسؤلینو او ځایي مجاهدینو په ګډ زیار په تېرو څو ورځو کې د بغلان ولایت په مختلفو ولسوالۍ کې د مزدور رژیم ۱۹۸ عسکر د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول. دوی ټولو په تېرو اعمالو پښېماني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې ده، چې تردې وروسته به د مزدوري ادارې لپاره هیڅ فعالیت نه کوي او د خپل ټول توان په اندازه به له مجاهدینو سره همکاري کوي.

همداراز په جلګه کې مجاهدینو هغه ۱۱ کمانډویان، ۲ د جاسوسي شبکې غړي، ۵ د مزدوري اردو عسکر او ۱ اربکی چې د ولسوالۍ د فتحي پر مهال تښتېدلي ول له ۱۱ ایم ۴ ټوپکو، ۷ کلاشنکوفونو، ۳ نارنجک، ۲ پیکا، ۱ راکټ، ۹ د شپې دوربینونو او ۱۱ د ورځي دوربینونو سره ژوندي نیولي او له ځان سره بیولي دي.

‏2021‏/6‏/24