د انګور اډې دروازه د ا.ا.ا د مسؤلینو له لوري د ولسونو پرمخ خلاصه شوه.

د انګور اډې دراوزه د اسلامي امارت له لوري د ولسونو پر مخ خلاصه ده خو د پاکستان دولت ورته وخت ناوخته ستونزې جوړوي او د جنوبي وزیرستان په شناختي کارتونو خلک خوشي کوي او نور یې بېرته را ګرځوي چې ولسونه یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. د انګور اډې د دروازې […]

د انګور اډې دراوزه د اسلامي امارت له لوري د ولسونو پر مخ خلاصه ده خو د پاکستان دولت ورته وخت ناوخته ستونزې جوړوي او د جنوبي وزیرستان په شناختي کارتونو خلک خوشي کوي او نور یې بېرته را ګرځوي چې ولسونه یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د انګور اډې د دروازې مسؤل مولوي سعید وویل: دوی هڅه کوي د خلکو لپاره اړین سهولتونه رامنځ ته کړي څو خلک په دې لاره په اسانۍ تګ راتګ وکړي. سعید زیاته کړه: دوی د بار وړونکو موټرونو لپاره هم دوې لارې جوړې کړې او د دوی ټولو ستونزو ته به وخت پر وخت رسېدنه کوي.
بل پلو بیا د پاکستان هېواد ته تلونکي کسان او د لویو موټرو چلوونکي د افغانستان ا.ا نظام څخه خوشحاله دي او وایي چې ډېری شمېر اړین سهولتونه یې ورته برابر کړي خو پاکستان هېواد یې پر وړاندي خنډونه جوړوي او د انګور اډې دروازه د خلکو او موټرونو پرمخ تړي چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د یادونې ده چې د انګور اډې دروازه یواځي د بار وړونکو موټرونو او هغو کسانو پرمخ خلاصه ده چې د جنوبي وزیرستان شناختي کارتونه ورسره وي.