نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستيال فضل الباري فضلي په مشرۍ د کرنې وزارت اړوند د املاکو عوايد، عشر او زکات د راټولولو د طرحې او په ملي عوايدو کې د عشر او زکات د شاملولو په پار غونډه دائره شوه. په غونډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال وويل: […]
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستيال فضل الباري فضلي په مشرۍ د کرنې وزارت اړوند د املاکو عوايد، عشر او زکات د راټولولو د طرحې او په ملي عوايدو کې د عشر او زکات د شاملولو په پار غونډه دائره شوه.
په غونډه کې دکرنې وزارت مالي او اداري مرستيال وويل: ” د املاکو (ځمکه، ودانۍ، ماشینآلات، فارمونه او نورې شتمنۍ) چې دکرنې وزارت اړوند دي د عوايدو راټولولو په پار بايد توحيدي طرحه جوړه او عوايد يې په واحده منبع کې راټول شي.”
هغه په ټينګار سره وويل، چې د عشر او زکاتو راټولول په ملي بوديجه کې شامل شي، عشر د کرنيزو محصولاتو لسمه برخه ده، چې دولت ته ورکول کېږي او زکات هم د مسلمانانو شرعي وجيبه ده.
ددې طرحې موخه دکرنې وزارت له زېربناوو او املاکو د عوايدو راټولولو څرنګوالي او د افغانستان ملي بوديجه کې يې شاملول دي، ترڅو بېرته د افغانستان زيانمنو او بېوزلو سره د مرستې په موخه ولګول شي.
2021/11/8
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.