دکډوالو اوراستنېدونکوچارو وزیرښاغلی خلیل الرحمن حقانی دمل پلاوي سره روزګان ولایت ته دیولړ مشکلاتو داوریدلودحل په موخه راورسیدي .

نیټه: ۱۴۴۳/۷/۱۷ هـ ق دا لومړي ځل دي چي یو لوړپوړی پلاوي روزګان ولایت ته دزمینې لارې سفرکوي دروزګان ولایت اوسیدونکو دراغلی وزیر صاحب تود هرکلی وکړي او دا سفر ئې د روزګانی ولس سره مینه اوشفقت یادکړي داپه داسي حال کي ده چي په تېره شل کلنه فاسده دوره کي داسي یو لوړپوړی پلاوی […]

نیټه: ۱۴۴۳/۷/۱۷ هـ ق
دا لومړي ځل دي چي یو لوړپوړی پلاوي روزګان ولایت ته دزمینې لارې سفرکوي دروزګان ولایت اوسیدونکو دراغلی وزیر صاحب تود هرکلی وکړي او دا سفر ئې د روزګانی ولس سره مینه اوشفقت یادکړي داپه داسي حال کي ده چي په تېره شل کلنه فاسده دوره کي داسي یو لوړپوړی پلاوی د ځمکې لاري روزګان ولایت ته نه دي راغلي، د اسلامی امارت په راتګ سره دا لومړي ځل دی چی یو لوړپوړی پلاوي روزګان ولایت ته د ځمکي دلارې په سفر راځي.
د نوموړی وزیر صاحب دسفر موخه دروزګان ولایت دخلکو دستونزو اومشکلاتو اوریدل وه چي نن شنبه ئې د روزګان ولایت دغونډو په تالارکي دټولو نظامی اوملکی مسؤلینو سره وکتل.
ښاغلی حقانی صاحب یادونه وکړه چي موږ اوتاسی دیوسپیځلې مبارزي دلارې دي ځای اومقام ته رسیدلي یو پردي لار موشهیدان اوزخمیان ورکړي دي نو پرموږ او تاسي دالازمه ده چي دهغو شهیدانو قربانې ته متوجي سو، او زیاته ئې کړه چي تېر نظام یو طاقتور نظام وه خوهغه دبربادي کندې ته وغورځیدی لاعمل ئې ناروا او فحشاعملونه او دموقف څخه ناوړه استفاده کول وه هغو دچا دعزت خیال نه ساتلي نوتاسي چی پرکوم مقام یاست دهغه څخه باید عظمي استفاده وکړی ترڅو ددی نظام دبقاء سبب سي.
او ټولونظامی مسؤلینوته ئې سپارښتنه وکړه چي باید دوخت څخه سالمه استفاده وکړي او دچا دبی ځایه ازاریدو سبب نسي ځکه دا ولس ستاسي ساتنې ته ضرورت لري، او دي ولس ته دکار زمینه برابره ول ستاسي مسؤلیت دی هغه دافغانستان ولس یومجاهد ولس یاد کړي.
د ولایت دغونډو په تالارکي ټولو ګډون کونکو ښاغلی حقاني صاحب ته په وارسره د روزګان ولایت موجوده مشکلات واورول او داژمنه ئې وکړه چی ددي نظام دبقاء لپاره به خپل وس نه درغوي .
حقانی صاحب ټولوحاضرینوته ډاډ ورکړي چي دا ستونزي به ترمرکزی مسؤلینو رسوي او دحل په موخه به ئې لازم اقدام کوي هغو دټولومؤسساتو اوولایتی مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه چی تاسي باید خپلی ټولې سروي ګانې د ولایت مقام سره په همږغي ترسره کړي اومستحقو کسانوته حق اولیت ورکړي. بل لور ښاغلی حقانی د روزګان ولایت د ګډوالو او راسنېدونکوچارو آمریت له طریق دزروبيوزلو کسانواویتیموماشومانوسره دوه دوه زره نغدي پېسي مرسته وکړه.
اوسلو هغه کورنیوته ئې یوه بوجې وړه او یوه دري ليټره بوشکه روغن ورکړل چي جدي اړتیائې ورته درلودله.
دشاغلي حقاني سفر روزګانی ولس ددي ولایت لپاره دښو زیري یاد کړي اوپرداسي مسؤلانه سفرونوئې ټنګار وکړي.