دعوت او ارشاد : په نومبر کې ۷۵۷ تنه د کابل ادارې کارکونکي له اسلامي امارت سره یو ځای شوي دي

د روان (۲۰۱۵م ) کال د نومبر په میاشت کې هم د تېرو میاشتو په شان د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو او د ځایي مجاهدینو په ملا تړ د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې ۷۵۷ تنه چې د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کې په کار بوخت وو، […]

د روان (۲۰۱۵م ) کال د نومبر په میاشت کې هم د تېرو میاشتو په شان د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون په هڅو او د ځایي مجاهدینو په ملا تړ د افغانستان په مختلفو ولایاتو کې ۷۵۷ تنه چې د کابل ادارې اړوند بیلابیلو ارګانونو کې په کار بوخت وو، د حقایقو په درک کولو د دغه فاسد رژیم څخه راووتل او د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول.

دوی مختلف النوعه لویې او وړې وسلې، مخابرې، وسایط او یو زیات شمېر مهمات مجاهدینو ته وسپارل.

د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شوو هیوادوالو وعده وکړه چې نور به د خپل دین او وطن د خارجي او داخلي مزدورانو سره هیڅ راز تعلق نه ساتي، د خپل مظلوم ولس او مجاهدینو وروڼو سره به همکاري کوي، ترڅو لوی خدای جل جلاله ژر تر ژره زموږ له ویاړلې خاوري څخه د کفر، فسق، اشغال، فحشاء او ګمراهیو کرغیړن ټغر ټول کړي او د مسلمانانو د خوښې یو سوچه اسلامي واکمني رامنځته کړي چې ټول افغانان پرې راټول شي.

د اسلامي امارت د دعوت، ارشاد جلب او جذب کمیسیون مشرتابه دوی ته هرکلی ووایه، انعامونه او جایزې یې ورکړې او د دوی دغه نیک اقدام یې ډیر وستایه چي د یرغلګرو او لاسپوڅي رژیم څخه یې راووتل او د افغانستان اسلامي امارت له مجاهدینو سره یې خپل پیوستون اعلان کړ.

تفصلي یې په لاندې لینکونو کې لوستلی شئ!

د جنوب ختیځ، مشرقي او شمال شرقي (۲۰) ولایاتو څخه د دعوت او ارشاد د نومبر د میاشتې تفصیلي راپور

د جنوب لویدیځ، مرکزي، او لویدیځ (۱۴) ولایاتو څخه د دعوت او ارشاد د نومبر د میاشتې تفصیلي راپور