دجنوب غرب حوزې دملګرو ملتونو IOM.UNHCR،دکرهڼي او ماین پاکۍ مسولینؤ دارزګان دمرستیال والی سره ولیدل.

دارزګان مرستیال والي حاجي مزمل صاحب دجنوب غرب حوزې دمسول بلال ځدران د UNHCR د جنوبی حوزی  د بیړنی سرپنا او غیر خوراکی توکو دهمژغی مسول شریف الله حسینی د جنوبی حوزی د یواین اوچا اداری او مالی مرستیال رحمت الله رحمانی د IOM د سرپنا او غیر خوراکی توکو کتلو کارکونکی عبدالسمیع دجنوب غرب […]

دارزګان مرستیال والي حاجي مزمل صاحب دجنوب غرب حوزې دمسول بلال ځدران د UNHCR د جنوبی حوزی  د بیړنی سرپنا او غیر خوراکی توکو دهمژغی مسول

شریف الله حسینی د جنوبی حوزی د یواین اوچا اداری او مالی مرستیال

رحمت الله رحمانی د IOM د سرپنا او غیر خوراکی توکو کتلو کارکونکی

عبدالسمیع دجنوب غرب حوزی دUNAMAS او ملګروملتونو دماین پاکی مسول

ممتاز بریال د ملګروملتونو د خوراکی توکو او کرهڼی کارمندان اوټولو استازو څخه دښه راغلاست تر څنګ دبشري مرستو نه مننه وکړه او دلا نورو بشري مرستو غوښتنه ئې وکړه او مزمل صاحب ورته وویل: دافغانستان اسلامي امارت دارزګان ولایت ولایتي اداره چمتو ده چي ستاسو سره د اسلامي امارت داصولو مطابق هر راز همکاري وکړي ترڅو خلک مو له بشري ناورین څخه خلاصون ومومي.

حاجي مزمل ددې استازو څخه غوښتنه وکړه چي ددې ولایت خلک په ډیرو سختو حالاتو کي دژوند چاري مخکي ته وړي چي ټول خلک ئې د مرستو مستحق دي هغه زیاته کړه چي په تیرو کلنو کي جګړو کرهڼه دزیاتو ستونزو سره مخ کړې وه، نو باید په دې برخه کي دکروندګرو سره په باغونو او نورو برخو کي همکاري وکړي.

دجنوب غرب حوزې د ملګروملتونو IOM ، یونیسار، یواین اوچا، دکرهڼي او ماین پاکۍ استازو د ولایت دهمکاریو څخه دخوښۍ ترڅنګ وویل موږ چمتو یو چي دبشري مرستو په رسولو کي بشپړه همکاري وکړو ترڅو ددي ولایت مسحقینو ته بشري مرستي ورسیږي او ددې ولایت داړوند برخو نماینده ګانو سره هم ووینو چی رالیږل سوي مرستي په شفاف ډول پر خلکو ووېشل سي.

دملګروملتونو دجنوب غرب حوزې همږغي ادارې مسؤل ژمنه وکړل چي سته ستونزي به د اړوندو ادارو سره شریکي کړم.

همدارنګه دمین پاکۍ مسؤل عبدالسمیع وویل چي موږ به ډېر ژر ټول هغه ماینونه په تیرو شلو کالو کي ښخ سوي دي دمسلکي کسانو په موټي له منځه یوسو او موږ اوس مهال په ترینکوټ کي یو ټیم لرو او داولسوالیو لپاره به بل مسلکي ټیم هم جوړ کړو.

نوموړي دمرستیال والي څخه وغوښتل چي زموږسره

دي دهغو ساحو لیست دولایت په سطحه راکړي تر څو ټولي سیمي ژر تر ژره پاکي سي چي دخلګو د تلفاتو مخه ونیول سي.

نېټه: ۱۴۴۳/۷/۶ ه ق